په دې وروستيو کې ښايي د امريکا ځينو سياستوالو د چين د بدنامولو په اړه نوې سرچينې نه وي پيدا کړي، نو بيا بيا يې خپلو پخوانيو دروغو ته مخه کړې او وايې چې کوويد-۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی، دغه ويروس مصنوعي دی او داسې نور پروپاګنډه خپروي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مې په درېيمه نېټه له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، له ګڼ شمېر شواهدو څخه ښکاريږي چې دغه ويروس د ووهان له لابراتوار څخه راغلی دی. خو د امريکايي سياستوالو په خوله دغه شواهد چېرې دي؟ ولې يې رسنيو ته نه وړاندې کوي؟
د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو طبي پروګرامونو مسئول ميکل ريان خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې زياتو ساينس پوهانو د کوويد-۱۹ ويروس د جينتيک تنظيم (gene sequence) د څېړنو له لارې تاييد کړې چې دغه ويروس طبيعي دی. نړيواله ټولنه د نظريو يووالي ته رسيدلې چې د دې ويروس ناروغي يوه طبيعي وبا ده. خو ځينو امريکايي سياستوالو يو ځل بيا د دسيسې جوړولو په اړه دروغجن افکار ياد کړي، د دوی دا تکراري دروغ دا ښيي چې دوی نورې لارې چارې نلري او د خپلې موخې لپاره بې بنسټه خبرې کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |