CRI Online

پر چين پړه اچول له کوويد-۱۹ ويروس سره د نړيوالې مقابلې لپاره هېڅ ګټه نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-05 11:18:52

د ایران تجربه لرونکي مبصر بوبي نادري څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، په چين کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د وقايې او کنټرول په کارونو کې مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شوي او د روغتيا نړيوال سازمان او ډېرو هېوادونو لخوا ستايل شوي دي. ځينو لوېديځو هېوادونو پر چين باندې تورونه لګوي او پړه پرې اچوي او د چين لخوا تر لاسه شوی بریاليتوبونه په بېلا بېلو بهانو ردوي. اوس دغه ويروس په ګرده نړۍ کې خپور شوی او بېلا بېلې خواوې بايد له دې ننګونې سره د مقابلې لپاره خپلمنځي همکارۍ زياتې او پياوړې کړي.

ښاغلي نادري وويل، د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تدبيرونه اغېزناک دي او د توليدي او سوداګريزو چارو د عادي کېدو لپاره يې ثابته زمينه برابره کړې ده. خو د لوېديځو هېوادونو ځيني سياستوال او خبري رسنۍ نه يوازې په رښتينې او حقيقي توګه د چين کارونو ته نه ګوري، بلکې پر چين يې بې بنسټه تورونه لګولي او د بدنامې هڅه يې کړې، د دوی دغه کړنې د يادې ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د خپلو تېروتنو پټولو په موخه دي. هغه وويل

((د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو د چين په اړه ډېر منفي او دروغجن مالومات خپاره کړل، دا لومړی ځل نه دی او وروستی ځل به هم نه وي. دوی دا نظر نه لري چې د کوويد-۱۹ ويروس ضد مبارزه د ټولې نړۍ ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. دوی د چين ضد دريځ غوره کړی او په مداومه توګه يې پر چين تورونه لګولي، لامل يې دا دی چې دوی نه غواړي دا ومني چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی او ډېرو اسيايي او افريقايي هېوادونو حتی اروپايي هېوادونو د چين له تجربو څخه په زده کړو سره په خپلو هېوادونو کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ګام په ګام کنټرول کړی دی او اقتصادي فعاليتونه يې ورو ورو د عادي کېدو په لوري روان شوي. د ځينو لوېديځو هېوادونو سياستوالو په راتلونکو ټولټاکنو کې د خپلو برياليتوبونو لپاره پر واقعيتونو باندې سترګې پټې کړې او د چين په اړه يې دروغاغو خپرولو ته يې مخه کړې ده، د دوی اصلي موخه د يادې ناروغۍ ضد د مبارزې په برخه کې د خپلو تېروتنو پټول دي.))

ښاغلي نادري وويل، امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مالي مرستې ځنډول د ياد ويروس ضد د نړيوالې مبارزې لپاره سم کار نه دی. امريکا د خپلې سياسي غوښتنې او موخې لپاره دغه ډول يواړخيز عمل غوره کړی دی. په چين کې د يادې ناروغۍ د خپرېدو په لومړي وخت کې د دې سازمان کارپوهانو د دې ناروغۍ په اړه د مالوماتو موندلو لپاره له چين څخه ليدنه کړې ده او وروسته يې نړۍ ته د بيدارۍ په اړه اړوند خبرداری ورکړی دی. ويل کېږي چې چين او د روغتيا نړيوال سازمان پر وخت له نړيوالې ټولنې سره د دې ويروس مالومات شريک کړي دي.

اوس په چين کې د دې ويروس د وقايې او کنټرول حالت ثابت دی او اقتصادي چارې د عادي کېدو په حال کې دي. دا نورو هېوادونو ته باور ورکړی چې د ويروس ضد د مبارزې لپاره بايد فعال او اغېزناک تدبيرونه ونيول شي، نو په دې توګه برياليتوب تر لاسه کېدلی شي او د اقتصاد او ټولنې نظم بيا عادي کېدلی شي. په تېرو څو مياشتو کې تجربې دا ښيي چې يوازې پر نورو نيوکې پای ته ورسول شي او خپلمنځي همکارۍ پياوړې شي، نو دغه نړيوال بحران ته به ماتې ورکړی شي. هغه وويل

((اوس په چين کې اقتصادي چارې د عادي کېدو په حال کې دي، دا د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري او اروپايي او امريکايي هېوادونه بايد په دې اړه خوشحاله اوسي. دوی بايد سمدلاسه د نورو هېوادونو په شان د چين له تجربو زده کړه وکړي. شک نشته چې چين د دې ويروس ضد مبارزه کې د نړۍ لپاره يوه ښه نمونه ګرځېدلی دی. ټوله نړۍ بايد د چين تجربې زده کړي او ور سره دې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو دغه شان پېښه يو ځل بيا رامنځته نه شي چې امريکا د دې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د خپلې ناکامي له امله پر چين او روغتيا نړيوال سازمان پړه اچولې. نړۍ به ښايي په راتلونکی کې له لا زياتو ننګونو او ګواښونو سره مخ شي، نو موږ بايد د دې پېښې له تجربو څخه زده کړې وکړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای