CRI Online

امريکا بايد نړيواله څېړنه ومني!

cri     (GMT+08:00) 2020-05-05 17:40:13

په دې وروستيو ورځو کې د مايک پومپيو په شمول د امريکا يو شمېر سياستوالو په دغه هېواد کې د کوويد ـ۱۹ ويروس د سختو خپرېدلو سره سره داسې ګونګوسه خپره کړې چې کوويد ـ۱۹ ويروس په وو هان ښار کې د ويروس له اکاډامي څخه راپورته شوی دی. په حقيقت کې د امريکا د عمده رسنيو په شمول د نړيوالو رسنيو په نظر، امريکا بايد تر ټولو لومړی تر نړيوالې څېړنې لاندې ونيول شي.

د نړيوالې طبي مجلې (( ټونګ )) عمومي ايډيټر ريچارډ هورتون څه موده مخکې له چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې وويل، امريکا په فبرورۍ او د مارچ په سر کې ډېر وخت بې ځايه تېر کړی، دا د بشر لخوا جوړه شوې تراژيدي ده. (( نيويارک ټايمز )) خبر ورکړی، چې په امريکا کې په ۸ هفتو کې د کوويد ـ۱۹ ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر د ويتنام په اته کلنې جګړې کې د ژول شويو کسانو تر شمېر زيات دی. امريکا په نړۍ کې تر ټولو ښه طبي زمينه لري، خو پر دې ويروس د اخته کسانو شمېر او د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر پکې تر ټولو زيات دی. دا عجيب تصور دی.

لومړی: امريکا بايد د روغتيا نړيوال سازمان او داسې نورو سازمانونو ته اجازه ورکړي چې د فورت ډيټريک بيولوژيکي اکاډمۍ ته ننوزي او د ويروس په اړه څېړنه وکړي څو د نړيوالو پوښتنو ته ځواب پيدا شي. دوهم: امريکا بايد د نړيوالو سازمانونو څېړنه قبوله کړي او اعلان دې وکړي چې ايا د انفلونزا په پلمه د کوويد ـ۱۹ ويروس د خپرېدلو حقيقت يې پټ کړی او که نه؟ درېيم: امريکا بايد نړيواله څېړنه ومني او اعلان دې وکړي چې څه وخت کوويد ـ۱۹ ويروس په لومړی ځل په دغه هېواد کې پيدا شوی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای