CRI Online

د امريکا د نورسجيرسي ايالت د بيليويلي ښاروال ميچيل ميلهام په خپله وايي چې دی د تېر کال په نومبر مياشت کې پر کوويد-۱۹ اخته شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-06 12:26:43

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د نورسجيرسي ايالت د بيليويلي ښاروال ميچيل ميلهام په دې وروستيو کې ويلي چې دی د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې پر کوويد-۱۹ اخته شوی دی. هغه په وروستيو ورځو کې د کوويد-۱۹ د څارنې نوې نتيجه تر لاسه کړه چې له مخې يې د ده په بدن کې د کوويد-۱۹ انټي باډي شتون لري. خو پخوا په امريکا کې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې له مخې يې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ لومړۍ پيښه د جنورۍ په درېيمه لسيزه کې رامنځته شوه.

د ميچيل ميلهام د يادونې له مخې هغه د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې د اتلانتيک په ښار کې يوه غونډه کې ګډون وکړ او د همدې مياشتې په ۲۱مه نېټه بير ته کور ته د ستنېدو په وخت کې تبه ورته پيدا شوه او د يخ احساس يې کاوه. هغه وخت ډاکټر ورته ويلي و چې دی پر انفلونزا اخته شوی او هېڅ طبي ازموينه يې نه ده کړې.کله چې د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ په نورسجيرسي ايالت کې خپره شوه، هغه د دغه ويروس د انټي باډي (antibody) ازموينه ترسره کړه او معلومه شوه چې په بدن کې يې انټي باډي شتون لري.

هغه مخکې دا شک درلود چې د نومبر په مياشت کې پر کوويد-۱۹ اخته شوی او د ناروغۍ نښې نښانې يې ډېرې سختې وې. د ده په بدن کې د کوويد-۱۹ ډېر پخوا انټي باډي جوړه کړې .

هغه په دې وروستيو مياشتو کې يوازې پورتوريکو ته سفر کړی او هلته يوازې اوسېږي.

د ده په نظر په امريکا کې پخوا ډېر خلک پر انفلونزا اخته و او دا امکان شته چې هماغه کوويد ۱۹ ويروس و چې خلکو پرې د انفلونزا ګمان کاوه. د ده شاوخوا ډېری ګاونډيان د تېر کال په نومبر او دسمبر مياشتو کې پر دغه ډول ناروغۍ اخته شوي او د ناروغۍ ښکاره نښانې يې درلودې.

هغه ځايي خبري رسنيو څخه هيله څرګنده کړه چې لازياتو کسانو ته دا پيغام ورسوي چې په خپل بدن کې د کوويد-۱۹ د انټي باډي ازموينه وکړي. دغه خبر د حيران وړ دی، ځکه چې امريکا د روان کال د جنورۍ په درېيمه لسيزه کې د کوويد-۱۹ لومړۍ پيښه خپره کړه. اوس دې پېښې د نورسجيرسي ايالت د ځايي خبري رسنيو پام ځانته اړولی.

د امريکا په ټولنيزو خبري رسنيو کې هم خلکو دې پېښې ته پاملرنه کړې، خو دا چې خلک د کوويد-۱۹ په هکله ډېر مالومات نه لري، نو يوازې هېله لري چې د علمي او تخنيکي کارکوونکو له لارې د ازموينې علمي نتيجه تر لاسه کړي. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول مرکز منشي ريدفيلد د مارچ په يوولسمه نېټه د امريکا د استازو په جرګه کې د کوويد-۱۹ په هکله يوه غونډه کې وويل چې په امريکا کې ځيني کسان مړه شوي چې مخکې پکې انفلونزا تشخيص شوې، خو په واقعي توګه د کوويد-۱۹ پر ناروغۍ اخته شوي.

که څه هم د امريکا ځيني سياستوال دا نيت لري چې چين د کوويد-۱۹ سرچينه وښيي، خو ډېر داسې شواهد شته چې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ويروس په رسمي ډول اعلانېدو څخه ډېر مخکې خپور شوی.

آيا د امريکا حکومت په خپل هېواد کې د ساري ناروغۍ د خپرېدو په هکله هيڅ مالومات نه درلودل؟ آيا حکومت نه پوهېدو چې څومره کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي؟ آيا د ساري ناروغۍ په هکله ارقام شفاف دی؟ آيا د کوويد ۱۹ ويروس حقيقي وضعيت د انفلونزا په وسيله پټ کړی شوی؟ د امريکا په دننه کې دې او دې ته ورته يو لړ پوښتنو د خلکو پام اړولی .

د نورسجيرسي ايالت د بيليويلي ښاروال ميچيل ميلهام په خپله وايي چې دی د تېر کال د نومبر په مياشت کې پر کوويد-۱۹ اخته شوی. په دې هکله په امريکا کې د چين لوی سفير څوی تيان کای وويل چې اوس له چين پرته په ځينو ځايونو کې پيدا شوې چې د کوويد -۱۹ ډېر وختي پيدا شوی.

دا د عالمانو څيړنو ته اړتيا لري. خو دا ډېره روښانه ده چې ښايي د کوويد ۱۹ سرچينه هغه ځای نه و چې په راپورونو کې ويل شوي.

د ويروس د سرچينې په هکله د عالمانو د نظر اتفاق دادی چې ويروس په طبيعي ډول رامنځته شوی او د انسان له خوا نه دی جوړ شوی.

د امريکا د عامې روغتيا ټولنې اجرائيوی مشر جاورج بنجايمين څرګنده کړه چې موږ به بالاخره پيدا کړو چې د کوويد-۱۹ ساري ناروغي زموږ تر اټکل ډېره وختي خپره شوې.

د امريکا د ستانفورډ پوهنتون د اپريل په ۱۷مه نېټه يو څيړنيز راپور خپور کړ چې څيړونکو د کاريفورنيا ايالت د سانتا کلارا ولسوالۍ ۳۳۰۰ ولسو ته د دغه ويروس معاينه تر سره کړه او اټکل يې کړی چې ښايي پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له رسمي اعلان شوي شمېر څخه له ۵۰ څخه تر ۸۵ پورې چنډه زياته وه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای