CRI Online

د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې په چين کې ۱۱۵ مليونو کسانو سفر کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-06 17:33:47

د کارګرو نړيوالې ورځې کې په رخصتۍ کې په چين کې ۱۱۵ مليونو کسانو سفر کړی. دا د نړيوال اقتصادي کارپوهانو له هغې وړاندوينې سره سمون لري چې د کوويد ـ۱۹ ويروس له امله اقتصادي تاوانونه لنډمهالي دي، د چينايانو د مصرف غښتلې غوښتنه د دې هېواد اقتصادي سمسورتيا ته بيا وده ورکوي.

د چين د کلتور او ګرځندوی ادارې د شمېرنې له مخې،د دې رخصتۍ په موده د چين دننه ډېر تګ راتګ شوی او د سيلانۍ ګټې ۴۷ مليارده او ۵۶۰ مليونه يوانو ته رسېدلې دي. سره له دې چې دغه عوايد د تېر کال د کارګرو نړيوالې ورځې د عوايدو ۴۰ فيصده جوړوي، خو دا بايد په نظر کې ولرو چې اوس په چين کې د کوويد ـ۱۹ ويروس د کنټرول لپاره لګېدلي بنديزونه په پوره توګه نه دي لغوه شوي. نو ويلی شو چې اوس په چين کې د ګرځندوی د بيا رغونې په حالت کې دی.

په عين وخت کې د چين بېلابېلو مغازو هم ډېر کسان راجلب کړي دي. د مثال په توګه، په وو هان ښار کې، کوم چې ډېره ويروس ځپلې سيمه ده، هلته د ډېرو مغازو د خرڅلاو حجم د دې ويروس له خپرېدلو مخکې سويې ته رسېدلی دی. په شانګهای ښار کې د دې رخصتۍ په موده کې د شيانو اخيستلو يو فېستېوال تر سره شو او په يوازې ۱۸ ساعتو کې يې د تاديې عمومي حجم له ۱۰ ميلياردو څخه زيات و. دا يو ځل بيا د چينايانو د مصرف غښتلی توان څرګندوي.

چين په هو بې ولايت او وو هان ښار کې له کوويد ـ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې مرحليزه بريا تر لاسه کړې ده، نو له دې امله په يادې رخصتۍ کې چينايانو په امنيتي توګه سفرونه کړي دي. په تېرو څو کلونو کې مصرف د چين د اقتصادي زياتوالي لپاره لومړۍ محرکه قوه وه. د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې د دې هېواد د مصرف زياتوالی د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يوه نښه ده. د چين د تصديو د کارونو د بيا پيل کولو بهير روان دی.

چين د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره ۳۰ فيصده خدمتونه برابر کړي دي او په دې هېواد کې د کارونو بيا پيل د نړيوال اقتصاد په بيا سمسورتيا باور زيات دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای