CRI Online

د غير عادي چارو تر شا پټ حقيقت

cri     (GMT+08:00) 2020-05-06 20:49:34

په دې وروستيو کې د امريکا د نيوجرسي ايالت د بيلوير ښاروال ميکل مېرهم يوې وينا د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې، نوموړی په پوره باور سره وايي، چې په تير نومبر کې د کوويد- ۱۹ ويروس پر ناروغۍ اخته شوی و او د ازموينې د نتيجې له مخې يې د دې ويروس دفاعي توان خپل کړی دی. د نوموړي له يادې خبرې سره په امريکا کې د دغه ويروس د لومړۍ پېښې د تشخيص وخت د خپور شوي وخت په پرتله شاو خوا ۲ مياشتې وړاندې شوی او د امريکايي سياستوالو درواغ يې بربنډ کړي دي.

اوس په امريکا کې پر کوويد- ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر او د مړو شويو کسانو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی، خو امريکايي سياستوال د هېواد په دننه کې د دې وريروس په اړه د معلوماتو د راټولو، څېړلو او خپرولو په چارو کې وروسته پاتې دي او د بېلا بېلا خواوو له انتقادونو سره مخامخ دي.

د يادو غير عادي چارو په اړه شکونه راپورته شوي.

د شک وړ لومړۍ خبره دا ده چې امريکا په کور دننه د دغې ناروغۍ د رامنځته کېدو د دقيق وخت له څرګندولو څخه ډډه کوي.د امريکا د ناروغيو کنترول مرکز مسئول روبرټ ريدفيلډ له دې نه مخکې په علني ډول ومنله چې دغه ويروس د تېر کال په سپتمبر کې د پيل شوې انفلونزا له امله د ځينو مړو شويو کسانو د مړينې رښتينی سبب دی.

د شک وړ دوهمه خبره دا ده چې ولې امريکا پر دې ويروس د اخته کسانو د شمېر او د مړو شويو کسانو د شمېر په شمول د اصلي معلوماتو خپرولو ته پاملرنه نه کوي او حتی د اړوندو کارپوهانو پر ضد يې سياسي پلټنې او انتقامي عملونه کړي دي؟

د شک وړ درېيمه خبره دا ده چې د امريکا حکومت په علني ډول ساينس پوهانو ته د خبرو او نظريو د نه څرګندولو حکم کړی. د امريکا دغه کړنه نه يوازې د علم له روحيې څخه سرغړونه ده بلکې له کوويد – ۱۹ سره د مبارزې پر وړاندې لوی خنډ هم دی. امريکايي سياستوال ولې په خپل هېواد ويريږي؟ دوی د کوم حقيقت په خپرېدو ويريږي؟

د شک وړ څلورمه خبره دا دی چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هېواد دی، خو ولې دغه هېواد د ويروس د وقايوي توکو د اخيستلو او ويشلو کارونه ګډوډوي؟

د بې ګناه مړو شويو کسانو پر وړانډې هغه امريکايي سياستوال چې يوازې خپلې ګټې په پام کې لري، بايد تر پوښتنې لاندې ونيول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای