CRI Online

په امريکا او فرانسه کې د کوويد-۱۹ لومړۍ پېښې تېر کال ثبت شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-05-07 11:37:41
په امريکا او فرانسه کې د کوويد-۱۹ لومړۍ پېښې تېر کال ثبت شوې

په دې وروستيو کې د څو څېړنو نتيجې ښيي چې په امريکا او فرانسه کې د کوويد-۱۹ لومړۍ پېښې ډېرې پخوا ثبت شوې. د روغتيا نړيوال سازمان له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د هغو ناروغانو څارنه بيا ځلي ازموينه وکړي چې د دې ويروس له خپرېدو مخکې يې اړوندې نښې نښانې درلودې.

د امريکا ABC شرکت د ۲۰۱۹ کال په جولاۍ کې خبر ورکړ چې د دې هېواد د Virginia ويرجنيا ايالت د تقاعد شويو کسانو په يوه استوګنځي کې د تنفس سیستم په اړه يوه سخته ناروغي خپره شوې، ۵۴ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او ۲ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. په ناروغانو کې تبه، ټوخی، بدني درد او داسې نورې نښې ليدل شوې.

د ځايي روغتيايي مامورينو په قول، د تنفس ناروغي د زړو کسانو په منځ کې خپرېدل عادي کار دی او هر کال د منۍ په موسم او انفلونزا په فصل کې پېښېږي. خو دا ځل دغه ناروغي په جولای مياشت کې رامنځته شوه، له امله يې دوه زاړه کسان چې مخکې د سږي ناروغۍ له امله په روغتونونو کې بستري شوي، مړه شوي. تر اوسه د دې ناروغۍ د خپرېدو لامل نه دی پيدا شوی. په ياد استوګنځي کې د دې ناروغۍ تر خپرېدو وروسته ځينی اغېزمن تدبيرونه نيول شوي، مثلا د زړو کسانو د پالنې مرکز وتړل شو او ډله ييز فعاليت يې لغوه کړ، هغه کسان قرنطين شول چې د ناروغۍ نښې نښانې يې درلودل او د تعقيم کارونه هم پياوړي شول.

د ABC د خبر له مخې، ياد استوګنځی د امريکا په فورټ ديتريک کې د ځمکني پوځ د ساري ناروغۍ له څېړنيزې ادارې سره د موټر يو ساعت مزل واټن لري. د ۲۰۱۹ کال په اګست مياشت کې په امريکا کې د ناروغۍ د وقايې او کنټرول مرکز په ناڅاپه توګه د يادې څېړنيزې ادارې د تړلو امر وکړ.

د نيويارک ټايمز د خبر له مخې، د يادې څېړنيزې ادارې د لابراتور په ازموينو کې ځيني هغه زهرجن مواد موجود وو چې د ملکي وګړيو، څارويو او نباتاتو روغتيا ته ګواښ رسوي. د امريکا د ناروغۍ د وقايې او کنټرول مرکز د ملي امنيت په پلمه د ياد لابراتور د تړلو په اړه مالومات خپاره نه کړل.

د تېر مارچ په ۱۰مه نېټه ځينو کسانو د سپينې ماڼۍ په ويبپاڼه کې د امريکا له حکومت څخه وغوښتل چې د تېر کال په اګيست مياشت کې د ديتريک بيلوژيکي لابراتور د تړلو په اړه واقعي مالومات وړاندې کړي تر څو دغې مسئلې ته ځواب ورکول شي چې ايا له دې لابراتور څخه اړوند ويروس ورغلی و او که نه.

د امريکا CNN خبر ورکړ چې د فرانسې د پلازمينې پاريس د يو روغتون ډاکټر وويل چې دوی تازه شواهد پيدا کړي چې له مخې يې د تېر کال په دسمبر کې په دې روغتون کې پر کوويد-۱۹ د يوه اخته ناروغ درملنه شوې. د دې پېښې ثبتېدل دا په ډاګه کوي چې په فرانسه کې د دې ويروس د خپرېدو وخت د روان کال د جنورۍ ۲۴مه نه، بلکې د تېر کال دسمبر کې رامنځته شوی.

د پاريس د Seine-Saint-Denis سينی ساينټ دينس روغتون څېړنيزې ډلې د مې په ۳مه نېټه ياد تازه شواهد په يوه طبي مجله کې چاپ کړل.

د روغتيا نړيوال سازمان وياند کريستين ليندميل د مې په ۵مه نېټه په ژنيو کې د کوويد-۱۹ په اړه په يوه ناسته کې وويل په فرانسه کې دغه تازه خبر د دې ويروس د ساري ناروغۍ بڼه په بشپړه توګه بدله شوې او په دې توګه به د دغه ویروس د خپرېدو په اړه زموږ پېژندې لا ژورې شي. هغه له نورو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د هغو ناروغانو بيا ځلي ازموينه وکړي چې د دې ويروس له خپرېدو مخکې يې اړوندې نښې نښانې درلودې، دغه راز به ښايي د دې ويروس په اړه د ګردې نړۍ پېژندنه ژوره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای