د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د روغې جوړې په هکله د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د مې په اوومه نېټه وويل چې د روانې مياشتې د شپږمې نيټې په شپه يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر له مشر عبدالخني بردار سره وکتل.
زلمی خليلزاد په ټولنيزو رسنيو کې داسې ليکلي چې د دې کتنې موخه د ځينو مسئلو په هکله د پرمختګ موندل دي چې پکې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بنديانو خوشي کول، د تاوتريخوالي ختمول او د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون پلی کول شامل دي.
په دوحه کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياندسهيل شاهين وويل چې دواړو خواوو د بنديانو د خوشي کولو، د بين الافغاني خبرو اترو د پيل او د ياد سوله ييز تړون په هکله بحثونه وکړل.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |