CRI Online

د امريکا ځيني سياستوال د افوهاتو لهلارې ځانته ريان اړوندي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-08 12:37:43

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا انټرنيټ کارکوونکو د دغه هېواد د ځينو سياستوالو د بې مسئولانه خبرو په هکله وويل چې دوی خپل اخلاق او اصليت له لاسه ورکړي دي. اوس په زياتو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ د خپرېدو حالت ښه شوی او د خلکو ژوند ګام په ګام د عادي حالت ته د ستنېدو کېدو په حال کې دی. خو په امريکا کې هره ورځ د دغه ويروس څه دپاسه شل زره پيښې زياتېږي چې د افسوس وړ دی.

په امريکا کې ځيني سياستوال د خلکو ژوند ته ارزښت نه ورکوي او د ساري ناروغۍ د سخت خپرېدو په وخت کې هم د شخصي سياسي واک او ګټو ساتلو لپاره خپلې پړې پر نورو اچوي او په ټولې نړۍ کې يې شايعات خپاره کړي. د امريکايي سياستوالو دې ادعا چې د ويروس سرچينه په وو هان ښار کې له لابراتوار څخه پيل شوي او امريکا دې له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي، له علمي او اقتصادي اصولو څخه سرغړونه ده چې په پای کې به د امريکا د خلکو ژوند او اقتصاد ته زيانونه ورسوي.

تر اوسه پورې د زياتو هېوادونو عالمانو له څيړنو وروسته تصديق کړې چې کوويد-۱۹ په لابراتوار کې په مصنوعي ډول جوړ شوی نه دی. د امريکا د روغتيايي چارو دولتي څېړنيز انسټيټيوټ د حساسيت او ساري ناروغۍ د څيړنيز مرکز مشر انتوني فوسي وويل چې د اوسنيو علمي شواهدو له مخې امکان نه شته چې کوويد-۱۹ په مصنوعي ډول او د چا په لمسون شوی. د امريکا د سي ان ان له خبر سره سم د امريکا د استخباراتو ادارې راتلونکی مشر جان راتکليفي د مشرانو جرګې د استخباراتو کميټې په يوه غونډه کې وويل چې هيڅ شواهد نه شته چې کوويد-۱۹ په وو هان ښار کې له لابراتوار او يا بازار څخه راوتلی دی. د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو روغتيايي چارو د تکنالوژيو عمومي اداره کوونکې ماريا وان کيرخوف وويل چې د کوويد-۱۹ د جين له ۱۵۰۰۰ جوړښتونو څخه څرګنديږي چې دغه ويروس په مصنوعي ډول نه دی جوړ شوی.

په دې وروستيو ورځو کې لا زيات واقيعتونه افشا شوي چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ پيښې د رامنځته کېدو وخت د دولت لخوا د رسمي اعلان په پرتله ډېر وختي و. حتې داسې خبرونه شته چې په امريکا کې کوويد۱۹ آن د تېر کال په سپتمبر مياشت کې په دغه هېواد کې د انفلونزا د خپرېدو په وخت کې شتون درلود.

بله خوا، د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو په پيل کې د امريکا ځينو سياستوالو ويلی و چې په چين کې د ساري ناروغۍ رامنځته کېدلو له امله به په امريکا کې د توليد چارې پياوړې شي. خو اوس په امريکا کې د کوويد-۱۹ ساري ناروغۍ حالت تر ټولو سخت دی چې د تشخيص شويو ناروغانو او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر تر ټولو هېوادونو زيات دی. په دغه هېواد کې د روان کال په لومړيو کې اقتصادي اندازه ډېره ټيټه شوه. خو په دې وخت کې هم د امريکا ځينو سياستوالو د چين او د دغه هېواد تر منځ د اقتصادي اړيکو د پرې کېدو غوښتنه وکړه. د رويټرز خبري رسنۍ په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د زياتو حکومتي چارواکو په قول خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت د صنعتي چارو د برابرولو له ځنځير څخه د چين د وتلو لپاره د پلان جوړولو په هڅه کې دی. خو په حقيقت کې په دې وروستۍ موده کې د امريکا زياتې تصدۍ په چين کې د پانګونې او سوداګرۍ د پراخوالي په کارونو بوختې دي.

د بيلګې په توګه د امريکا د ستاربوکس کوفي شرکت د چين د جيانګ سو ولايت په کون شان ښار کې د نوې توليدي سيمې د جوړولو پلان لاسليک کړ، د تيسلا شرکت په شانګهای ښار کې د خپلې فابريکې د توليد انرژۍ د لوړتيا اعلان وکړ، په هوی جو ښار کې د يکسون موبايل شرکت په لس ګونو مليارډ امريکايي ډالرو په اندازه پروژه پيل شوه، د والمارټ شرکت په وو هان ښار کې خپله پانګونه زياته کړه او داسې نور. د امريکا تصدۍ د واقعي فعاليتونو له لارې د چين پر بازار او اقتصاد خپل باور څرګندوي او د دغو سياستوالو بې مسئولانه خبرو ته يې ځواب ورکړی دی. د امريکا ځيني سيساتوال لا هم د ساري ناروغۍ په وړاندې د خپلو کمزوريو په هکله غواړي خپلې پړې پر نورو خواوو واچوي، خو نتيجه به لا څرګنده شي چې دوی بې اغيزه کار کوي او خپله دولتي بڼه خرابه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای