د امريکا د بيومېډيکل د پرمختللې څېړنې او انکشاف ادارې پخواني مشر ريک بريټ
د امريکا د بيومېډيکل د پرمختللې څېړنې او انکشاف ادارې پخواني مشر ريک بريټ څو ورځې مخکې له خبريال سره مرکه کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنترول په چارو کې د پردې تر شا د شرمناکو کړنو له امله د امريکا حکومت وغانده. نوموړي وويل، د اړوند پلان د جوړولو په بهير کې زه دې ته اړ وم چې د عالمانو له وړانديزونو پرته د سياست او له قوت سره د اړه لرونکو اړيکو پر وړاندې جوړ جاړي ومنم. له دې نه مخکې نوموړي د امريکا د ځانګړي څارنوال دفتر ته د ۸۶ پاڼو راپور وړاندې کړی چې پکې يې د ويروس پر وړاندې د امريکا حکومت د کمزورو کارونو او د خپلې دندې د نامنظم لغوه کېدو په اړه معلومات ليکلي دي. د بريټ ياد سند ښيي چې په دندو کې د امريکا حکومت تېروتنې او بې غوري پر بې ګناه امريکايانو د روانې وبا سبب دي.
د نوموړي له خوا وړاندې شوی راپور
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |