CRI Online

ځينې کسان پر واقعيتونو سترګې پټوي، د دوی توطيه به خامخا ناکمې شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-09 17:49:33

د استراليا پخواني صدر اعظم کېون مايکول روډ Kevin Michael Ruddپر ځايي وخت د مې په ۸مه نېټه د برېتانيا د ګارډين په نوم ورځپاڼه کې د يوې تبصرې په خپرولو سره دروپيرت موردوک Rupert Murdochتر مشرۍ لاندې پر خبري ډلې سختې نيوکې وکړې چې د کوويد ۱۹ په اړه د توطيې په جوړولو کې لاس لري او موخه يې د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د برياليتوب د تر لاسه کولو په موخه له دونالد ترمپ سره مرسته کول دي.

ښاغلي کېون مايکول روډ په خپله ليکنه کې څرګنده کړه چې د کوويد ۱۹ سرچينه لا تر اوسه معلومه نه ده، خو د خبري ډلې په ټولو اړوندو خبري رسنيو کې د وو هان له لابراتوار څخه د ياد ويروس د خپرېدو په اړه خبرونه ډېر ليدل کېږي. د خبري ډلې اړوندې خبري رسنۍ دروغ په واقعيتونو بدلوي، خو د باور وړ پر معلوماتو يې خپلې سترګې پټې کړې يا ور باندې يې بريدونه کړي دي. داسې خبري رسنۍ د تش په نامه د لويو يا مهمو خبرونو د خپرولو له امله پخپله ډېرې خوشحالي کوي، خو په حقيقت کې يې عامو خلکو ته دروغ ويلي دي.

د ګارډين ورځپاڼې په روانه اوونۍ کې د يوې سرچينې په قول خبر ورکړ، تر اوسه پورې هېڅ داسې شواهد نشته چې ثابته کړي چې د وو هان ښار د ويروس له څېړنيز مرکز څخه د کوويد ۱۹ خپرېدل پيل شوي.

د يادو دروغو تر شا سياسي توطيه ده. ولې ځينې کسان کله کله دغسې دروغ جوړوي؟ لومړی، د ويروس د سرچينې په اړه معلومات ډېر ګران دي، خو عام خلک ياد دروغ په اسانه توګه درکولا ی شي. دوهم، زيات کسان نه پوهېږي چې د کوويد ۱۹ رامنځته کېدل طبيعي پېښه ده، دوی په زړه کې غواړي چې د دغه ويروس د خپرېدو له امله پر نورو نيوکه وکړي. درېيم، ځينې کسان غواړي چې د دغه شان دروغو په جوړولو سره خپلې سياسي موخو ته ورسېږي.

ځينې کسان پر واقعيتونو سترګې پټوي، د دوی توطيه به خامخا ناکمې شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای