CRI Online

ځينې امريکايي سياستوال د دروغ ويلو عادت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-09 20:54:58

د امريکا خارجه وزير د استخباراتو د مرکزې ادارې د مشر په توګه د دندې تر سره کولو په وخت کې ويلي چې موږ دروغ وايو، غولول کوو او غلا کوو. هغه د کوويد ۱۹ تر خپرېدو وروسته همدا ډول چلند يو ځل بيا د ويروس پر ضد مبارزه کې کاروي.

د استراليا د سيدني مورنينګ هېرالد ورځپاڼې(The Sydney Morning Herald) پر ځايي وخت د مې د ۷مې نېټې په سهار تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړه چې استراليا د وو هان له يو لابراتوار څخه د کوويد ۱۹ خپرېدو په اړه د امريکا پر بې دليله خبرو انديښنه کوي. په دغه ليکنه کې ويل شوي: د استراليا يوې بلې ورځپاڼې چې نوم يې دی The Daily Telegraph، د روانې مياشتې په ۲مه نېټه په دې اړه د تش په نامه يو ۱۵ پاڼې لرونکی پټ سند خپور کړ، خو دغه سند د ځينو رسنيو د څو خبرونو په ګډوډولو سره جوړ شوی دی. د استراليا حکومت او د استخباراتو څو لوړ پوړي چارواکي پرې شکونه لري. د تش په نامه دغه پټ سند په حقيقت کې په استراليا کې د امريکايي سفارت د يو کارکوونکي لخوا په عمدي توګه خبري رسنيو ته افشا شوی دی.

ولې امريکايي ديپلومات همداسې څرګند دروغ ويلي؟ ځکه چې د دوی په لاس کې رښتيني شواهد بيخي نشته. نو مجبوراً يې پخپله دروغ وويل. د عامو خلکو د قانع کولو په موخه امريکا د خپل ملګري هېواد د استراليا د خبري رسنيو له لارې پخپله جوړ شوی د تش په نامه پټ سند خپور کړ. خو په پايله کې خپل ملګري نه غواړي ور سره ګونګوسې خپرې او جوړې کړي.

د دې تر څنګ د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو په ۶مه نېټه د يوې وينا په ترڅ کې اعلان وکړ چې امريکا به د نړيوالو روغتيايي چارو د پرمختګ او له کډوالو سره د مرستې لپاره نورو ۱۳۰ مليونه امریکايي ډالره برابر کړي. دغه راز د امريکا لخوا ژمنه شوې مرستندويه پانګه له ۹۰۰ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده. که څه هم د امريکايي چارواکيو په خوله دغه هېواد څو څو ځلې مرستې ورکړې. خو د چين حکومت تر اوسه له امريکا نه هېڅ نه دی تر لاسه کړی. په فرانسه کې د فلسطين سفارت هم هېڅ امريکايي مرسته نه ده لاسته راوړې. د ايران د خارجه وزارت وياند داسې ويلي چې دوی د امريکا مرستې ته سترګې په لار نه دي. ظاهراً دا د امريکا يو ډول سياسي لوبه ده.

برعکس د ټونګ په نامه د يوې مشهورې طبي مجلې سر ايديټر ريچارډ هورتون د روغتيا نړيوال سازمان ته د امريکايي پيسې بندېدل د انساني ضد جرم وباله. د اروپايي ټولنې يو چارواکي د امريکايي حکومت پر هغې کړنې نيوکه وکړه چې د کوويد ۱۹ پر ضد د مبارزې لپاره د بسپنې په نړيواله غونډه کې يې برخه وانخيستله. خو د امريکا خارجه وزير لا هم په بې شرمۍ سره داسې وويل چې امريکا به د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې مبارزې خپلې لارښوونې ته دوام ورکړي.

امريکا له يوې خوا دروغ وايي، له بلې خوا پر نورو تور لګوي. د امريکا د استازيو په مجلس کې د جمهوريت غوښتونکو مشر کېون اوون مايکارسي پر ځايي وخت د مې په ۷مه نېټه د جمهوريت غوښتونکو په منځ کې د چين په اړه د يوې ځانګړې کاري ډلې جوړولو اعلان وکړ. دغه ډله به پر امريکايي حکومت او ملګرو هېوادونو د چين پر اقتصادي ګواښونو، د تخنيکي برترۍ د تر لاسه کولو په موخه د چين پر کوښښونو او د کوويد ۱۹ د سرچينې او خپرېدو په برخه کې د چين پر رول پلټنې وکړي. له دې نه وړاندې جمهوريت غوښتونکو د کمپاېن لپاره يو ۵۷ پاڼې لرونکی يادښت هم جوړ کړی او خپلو ګوندي غړيو ته يې ورزده کړې ده چې څنګه اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې پر چين تور ولګوي.

د امريکا ځينو سياستوالو د جعلي استخباراتو، شمېرو او مرستو په ګډون يو لړ دروغ ويلي چې ترې د دوی ژورې انديښنې څرګندېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای