CRI Online

د امريکا سياستوالو د چين د مې د څلورمې نيټې غورځنګ روحيه تحريف کړې او بد نيت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-10 16:52:17

د امريکا ولسمشرۍ د دولتي امنيتي چارو مرستيال ماتيو پوتيګير په دې وروستيو ورځو کې د ويرجينيا پوهنتون د ميلر په مرکز کې په يوه وينا کې د چين د مې څلورمې نيټې غورځنګ روحيه تحريف کړې او دغه روحيه يې پاپوليزم بللې چې له دې لارې يې د چين د پرمختيايي لار د بدنامولو هڅې کړې .

د کوويد ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ له پېښېدو راهيسې د دې ويروس د سرچينې په اړه د چين له بدنامولو څخه د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مرستو تر بندولو پورې د دې کس ناسمې کړنې ليدل کيږي.خو دا ځل د ده په وينا کې دا د پاملرنې وړ ده چې د چين د مې څلورمې نيټې غورځنګ روحيه يې تحريف کړې.که څه هم هغه په چيني ژبه وينا وکړه او ويې غوښتل چې ګډونوالو ته د چين په اړه ډېر معلومات وړاندې کړي،خو له بده مرغه د ده له خبرو څخه څرګنده شوې چې هغه د چين د تاريخ، مشخصاتو او خلکو په اړه ډېر لږ معلومات لري.

د چين د مې څلورمې نيټې غورځنګ د امپرياليزم او فيوډاليزم پر ضد وطنپالونکي انقلابي غورځنګ دی او د چينايانو له خوا د ملت د ژغورلو، د ملي غرور د ساتلو،د دولتي ځواکونو د راغونډولو او د نوي کلتور او پوهې د خپرولو لپاره يو ستر غورځنګ هم دی.د دې روحيې تر لارښوونې لاندې چيني ځوانانو په پر له پسې توګه د دولتي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې.نو دا څرګنده ده چې د چين د مې د څلورمې نيټې غورځنګ روحيه پاپوليزم نه دی بلکې وطنپالنه ده.

د پوتينګير په شان امريکايي سياستوال تل غواړي چې په بېلا بېلو لارو چارو امريکا ته د چين د سر ټيټولو لپاره هڅې وکړي او لازياتي شخصي ګټې تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای