CRI Online

انلاين اقتصاد چټک پرمختګ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-11 11:41:37

د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې چين د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول ترڅنګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هم همغږي کړي دي. په چين کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې عمومي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ثبات درلود او اصلي اقتصادي شاخصونو له مارچ راهيسې د پام وړ پرمختګ کړی دی. له وبا سره د مبارزې په برخه کې چيني شرکتونو له يوې خوا په دوامداره توګه د نوښت توان پياوړی کړی او له بلې خوا يې په فعاله توګه نړيوالې همکارۍ ترسره کړي او د وبا پر وړاندې نړيوالې مبارزې کې يې فعاله برخه اخيستي او ډېرو هېوادونو سره يې مرستې کړې دي.

په نړۍ کې د يادې ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله پر نړيوالې سوداګرۍ بده اغېزه شوې. د يادې ناروغۍ له امله ډېرو چيني شرکتونو لاره بدله او حرکت يې پيل کړی دی. د چين د ګمرکاتو ملي ادارې تازه شمېرنه ښيي چې په تېر اپريل کې ، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه ۲۵۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې له دې جملې څخه يې د صادراتو ارزښت ۱۴۱۰ مليارډ يوانه ښودل شوی دی.

اوس په بهر کې د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغي په پراخېدو ده او د چين د ناروغۍ مخنيوي او کنټرول محصولات هم په فعاله توګه د يادې ناروغۍ پر وړاندې نړيواله مبارزه کې برخه اخلي. له شمېرنې سره سم د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر شپږمې نېټې پورې چين ۱۹۴هېوادونو او سيمو ته د ناروغۍ د وقايې او کنټرول توکي صادر کړي دي.

په چين کې د بهرنيو پانګوالو باور بيا ترلاسه شوی او له مارچ راهيسې يې چارې ګړندۍ شوې دي. بهرنيو پانګوالو پر لويو پروژو خپلې چارې ګړندۍ کړي او بهرنيو توليدي شرکتونو هم خپلې چارې چټکې کړي دي.

له يادې ناروغۍ سره د مبارزې په جريان کې ، د چين انلاين اقتصاد د مصرف لوی ظرفيت هڅولی.د چين د سوداګرۍ وزارت له شمېرنې سره سم د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د انلاين خرڅلاو د ژوندۍ خپرونو شمېر له ۴ مليونو څخه اوښتی دی. پېرودونکو د کور توکي ، د پخلنځی سامانونه او د ورزش وسايل اخلي او د پلور اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه زياته شوې ده.

د سږکال د کارګرو ورځې په مناسبت رخصتي په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول عادي مرحلې ته تر ننوتلو وروسته لومړۍ اوږده رخصتي ده چې په دې موده کې د انلاين مصرفي اندازه ډېره لوړه شوې ده. د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز څېړنيز غړي جانګ يان شنګ وويل چې د انلاين اقتصاد د دوامدار پرمختګ کيلي د واقعي بازار او انلاين سوداګرۍ ادغام کې ده. جانګ يان شنګ وويل ،په اوس وخت کې ،هغه شيان چې انلاين ترسره کيدی شي، لکه انلاين ناستې ،انلاين خبرې اترې ، انلاين پير او پلور او نور ، نوې ټېکنالوژي ، د چارو نوي شکلونه او نوي ماډلونه ګړندي کوي.

د انلاين اقتصاد د پرمختګ پر مهال چين د روغۍ پر وړاندې د مبارزې په جريان کې د 5G شبکې او ډيجيټل مرکزونو جوړولو بهير ګړندی کړی دی. د ډېرو کارپوهانو په اند د وبا پر وړاندې د ډيجيټلي بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو بهير چټکېدل د نويو بنسټيزو تاسيساتو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي.ښاغلي جانګ يان شنګ وويل چې د سيستماتيکې پروژې په توګه ، نوي بنسټيز تاسيسات د اوږد مهالي لګښت پانګوونې او جوړښتي نوښت ته هم اړتيا لري.

زه فکر کوم چې ډېر څه د مالي سيسټم اصلاحاتو ته اړتيا لري ،د بېلګې په توګه يې د حکومت عامه مصرف ، اوږد مهاله پانګوونې، مالي نوښت ، صنعتي نوښت او همکارۍ نوښت يادولی شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای