CRI Online

له ستيوين پيري سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-11 21:08:32
په دې وروستۍ موده کې امريکا بيا بيا د وبا له کبله پر چين تورونه لګولي دي، د بريتانيا د اته څلويښتو کلبونو رئيس سټيوين پيري د سي جي تي ان له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل دا د امريکا د سياستوالو هميشنۍ لوبه ده. اصلي لامل دا دی چې امريکا د چين د پرمختګ په اړه فشارونه احساسوي او چين په نړۍ کې مخکښ نوښت کوونکی هېواد ګرځيدلی دی.

مرکه:

خبريال: په لويديځو هېوادونو کې ځيني سياستوال غواړي چې چين د کوويد-۱۹ وبا مسئوليت پر غاړه ولری، تاسو په دې هکله څه نظريه لري؟

سټيوين پيري: له چين سره مقابله کول د امريکا هميشنۍ لوبه ده. روان کال د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو کال دی. د دغو ټاکنو لپاره هر شی رامنځته کولی شي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې مسئلې سره مخ دی چې څنګه د اقتصادي حالاتو د سختېدو په حال کې په ټولټاکنو کې بريالی شي، نو دا يوه ښه لاره ده چې هغه د دغه سخت حالت پړه پر چين اچوي.

خبريال: د امريکا حکومت پر چين د تور لګولو خبره زياوي او ويې ويل چې چين د وبا مالومات پټ کړي دي، حتی ويلي يې دي چې ويروس ښايي په وو هان ښار کې له لابراتوار څخه پيدا شوی. امريکا له بېلا بېلو لارو پر چين نيوکه کوي. د دغو خبرو تر شا عمده لاملونه څه دي؟

سټيوين پيري: واقعيتونه په وو هان ښار کې لابراتوار نه، په چين کې د وبا د مالوماتو شريکول هم نه، د چين د جنوبي سمندر مسئله هم نه ده. لاملونه د چين پرمختګ دی چې چين د امريکا په وړاندې يو نوښتوونکی هېواد ګرځي. مثلا د تيرې پيړۍ په اوومې او اتمې لسيزې کې جاپان او جرمني د امريکا د اقتصاد په پرتله د چټکېدو په حال کې وو. نو امريکا انديښنه لری چې چين به په نړۍ کې مخکښ نوښتوونکی هېواد وګرځي. امريکا غواړي له چين سره سيالې وکړي او د چين اړ وکړي چې په نړۍ کې دويم مقام ومني. چين هېله لري چې له امريکا، جرمني او جاپان او نورو هېوادونو سره په ګډه پريکړه وکړي او طرحې جوړې کړي چې د نړۍ په وړاندې له مهمو ننګونو سره مقابله وکړي. خو امريکا دا نه غواړي. امريکا غواړي خپل پوځي ځواک پياوړی کړي او باور لري چې له لارې ټوله نړۍ کنټرول کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای