CRI Online

کابل کې يو لړ چاودنو ۴ تنه ټپيان کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-05-12 10:09:08
کابل کې يو لړ چاودنو ۴ تنه ټپيان کړل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان پوليسو د مۍ په ۱۱مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په کابل کې يو لړ چاودنې وشوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۴ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کابل امنيه قومنداني وايي، چې د همدې ورځې د سهار په ۷ بجو او ۴۵ دقيقو په ۱۷مه ناحيه کې د سړک غاړې چاودنه وشوه او ورپسې په يو نيم ساعت کې په همدې ناحيه کې د سړک غاړې درې نورې چاودنې هم وشوې، چې له امله يې د يو ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

اړوند ادارې د يادو پېښو پلټنه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای