CRI Online

امريکايي سياستوال بې لارې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-12 13:12:18

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مۍ په لسمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د پلټنو فيدرالي اداره او د دولتي امنيت اداره به يو داسې علنی خبرداری خپور کړي چې (( د چين هيکران د کوويد- ۱۹ ويروس ضد د واکسين او د دې ناروغۍ د درملنې په څېړنو کې د امريکا د لاسته راوړنو د غصب په هڅه کې دي. ))

د تش په نامه د واکسين د څېړنې له مسئلې څخه استفاده په دې وروستيو کې د امريکا له خوا د چين د بدنامولو له يو لړ عملياتو څخه ده. د امريکا دغه کړنه ښيي چې دوی په دې اړه اندېښمن دي چې چين ښايي په دغه برخه کې له امريکا څخه مخکې شي، ځکه امريکا د واکسين د څېړنې او اختراع په برخه کې ظالمانه غواړي. بر سيره پر دې د امريکا له يادې کړنې دا څخه هم څرګنديږي، چې ځيني امريکايي سياستوال د خپلو موخو لپاره د چين د بدنامولو په چارو کې هېڅ وحشت او تيری نه درېغوي.

د کوويد-۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ له خپرېدو راهيسې د امريکا حکومت د واکسين د څېړنې په برخه کې څه کړي دي؟ خبري رسنيو د روان کال په مارچ کې خبر ورکړی چې د امريکا حکومت غواړي د يو مليارډ امريکايي ډالرو په لګولو سره د بيولوژيکي تکنالوژۍ له يوه جرمني شرکت څخه د واکسين د څېړنيزې تکنالوژۍ انحصار خپل کړي او دغه تکنالوژي به يوازې د امريکا لخوا وکارول شي.

په دې وروستيو کې د کوويد-۱۹ ويروس پر ضد د بسپنو په اړه د اروپايي ټولنې له خوا په جوړه شوې نړيواله غونډه کې ګډونوالو خواوو د واکسين د څېړنې، اختراع، توليد او عادلانه وېش لپاره ۷مليارډه او ۴۰۰ مليونه يورو راغونډې کړې، خو امريکا د نړۍ د لومړي لوی پرمختللي هېواد په توګه په دغه غونډه کې ګډون و نه کړ او هيڅ پيسې يې ور نه کړې.

د امريکا سي بې اېس د مې په لسمه نېټه خبر ور کړ چې د کوويد-۱۹ ويروس په اړه د امريکا د ويروس مشهور پوه پيټر داسزاک څېړنې د امريکايي حکومت د حکم له امله ختمې شوې، ځکه څېړنې يې د امريکا د روغتيا د څېړنيز انستېتيوټ او په ووهان کې د ويروس د څېړنيز انسېتيوټ ترمنځ د همکاريزې پروژې يوه برخه ده. دغې پېښې دا څرګنده کړې چې په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ د بېړني حالت پر وړاندې امريکايي سياستوالو په علمي څېړنو کې لاسوهنه کړې او کوي يې او امريکا ته د لومړيتوب په پلمه يې د خپلو سياسي ګټو لپاره بې لارېتوب غوره کړی دی.

امريکا د انټرنيټ په وسيله د رازونو د جاسوسۍ کړنو په برخه کې د هيکر امپراطورۍ په توګه بلل کيږي او چين د سايبيري او هيکری بريدونو زيانمن شوی هېواد دی. امريکا له تېرو زياتو کلونو راهيسې د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه کړې او د بهرنيو هېوادونو پر حکومتونو، تصديو او شخصيتونو يې په لويه پيمانه او په منظمه توګه د دمعلوماتو انټرنيټي جاسوسۍ، پټه اوريدنه او بريدونه کړي او کويې.

چين د واکسين د څېړنې د همکارۍ په اړه هميشه خلاصه رويه لري. چين پر وخت له نورو هېوادونو سره د کوويد-۱۹ ويروس د جين جوړښتونو معلومات شريک کړي، د درملو او واکسين د څېړنو په نړيوالو همکاريو کې يې فعال ګډون کړی، د روغتيا نړيوال سازمان ته يې ۵۰ مليونه امريکايي ډالره بسپنې ورکړې، د واکسين، ناروغۍ تشخيص او درملنې سامان الاتو د څېړنې، توليد او عادلانه ويش لپاره يې هڅې کړي، په (( ساينس )) مجلې کې يې پر حيوان د کوويد- ۱۹ واکسين د لومړۍ ازموينې نتيجه خپره کړې او داسې نور، له يادو عملونو څخه څرګنديږي چې چين د کوويد-۱۹ د واکسين د څېړنې او د درملنې د لارو چارو په برخو کې په نړۍ کې مخکښ دی او خلاصه رويه لري. ځينو څېړوونکو ويلي چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول تجربه لري او د انټرنيټ له لارې له امريکا څخه د معلوماتو د غلا کولو اړتيا نه لري.

اوس په امريکا کې پر کوويد -۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر تر يو ميليون درې سوه او شل زره تنو زيات شوی، خو امريکايي سياستوال لا هم د واکسين د څېړنې په اړه د نورو هېوادونو د کارونو د بدنامولو او مخنيوي په هڅه کې دي او د خلکو ژوند ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

واکسين ويروس ته د ماتې ورکولو ځواکمنه وسيله ده. د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو علمي څېړوونکي د کوويد-۱۹ پر وړاندې د واکسين او اغېزمنې درملنې په څېړلو بوخت دي. هيله ده چې امريکايي سياستوال ويښ شي او د امريکايانو د ژوند او ګټو په پلمه دې سياسي ګټې نه لټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای