CRI Online

چين: هيله ده چې افغانستان کې ژر تر ژره ټول شموله حکومت جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-12 20:36:48

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۲ مه نېټه وويل ،چين هيله لري چې د افغانستان ټولې خواوې ژرترژره ټول شموله حکومت جوړ کړي او په دغه هېواد کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د سولې او روغې جوړې بهير لپاره ګټوره زمينه برابره کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې چې خپل نوم يې نه دی ښودلی، د مې په ۱۱ مه نېټه ويلي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ټول شموله حکومت په جوړولو هوکړه وکړه او په راتلونکو څو ورځو کې به پدې اړه تړون لاسليک کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۲ مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل چې يو چيني متل دی، وايي، د کورنۍ غړي يو د بل لپاره روغتيا غواړي او د ګاونډيو لپاره ارامتيا غواړي.

چين او افغانستان لرغوني دوست ګاونډي هېوادونه او ستراتېژيک همکاران دي، چين تر هر بل چا دا هيله لري چې افغانستان کې ژر ترژره سوله او ثبات رامنځته شي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې چين د ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټيمونو ترمنځ فعالې خبرې ستايي او هيله لري چې اړوندې خواوې ملي او ولسي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، ژرترژره ټول شموله حکومت جوړ کړي او په خپل هېواد کې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د سولې او روغې جوړې بهير لپاره ګټوره زمينه برابره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای