د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د می په ۱۲مه نېټه په افغانستان کې دوه بريدونه شوي دي چې پکې ۴۲ تنه وژل شوي او لسګونه تنه ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې په سهار، ۳ وسلوالو د کابل ښار په لوېديځه برخه کې پر يو روغتون بريد وکړ، وروسته د دې هېواد د چټک غبرګون پوځ هلته ورسېد او تصفيوي عمليات يې وکړل او ۳ بريدګر يې ووژل.
په ياده اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په ياد بريد کې د دوو ماشومانو په شمول ۱۴ عام خلک وژل شوي او ۱۵ نور عام خلک ټپيان شوي دي. د چټک غبرګون پوځ يو تن د عملياتو پر مهال وژل شوی او ۲ تنه يې ټپيان شوي دي.
همدارنګه د افغانستان ختيځ د ننګرهار ولايت د امنيت څانګې چارواکي خبريال ته وويل، چې د ۱۲مې نېټې په سهار، د دې ولايت په کوزکونړ ولسوالۍ کې په يوه جنازه کې د ځانمرګي چاودنې له امله ۲۴تنه وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د يادو بريدونو مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |