د سينهوا اژانس د خبر له مخې، خبريال د ۲۰۱۹ کال د جه جيانګ ولايت د انټرنېټي پرمختګ راپور په نوم مطبوعاتي غونډې څخه معلومات تر لاسه کړي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د جه جيانګ د ډيجتلي اقتصاد د مهمو صنعتونو ارزښت ۶۲۲ ميليارد ۸۹۴ ميليونه يوانه زيات دی، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۴.۵ فيصده زيات دی. د زراعت، توليد او خدمتونو په شمول د صنعتونو ډيجتلي کېدنه د اقتصادي پرمختګ په زياتوالي کې مهم رول لوبوي، ډيجتلي اقتصاد د جه جيانګ د ښه پرمختګ د مهمې محرکې قوې په توګه ګرځېدلی دی.
په ۲۰۱۹ کال کې د جه جيانګ ولايت د لويې پيمانې د برېښنايي معلوماتي توليدي صنعت ارزښت ۲۰۷ ميليارد ۳۶۰ ميليونه يوانه زيات دی، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۴.۳ فيصده زيات دی. د سافت ويرونو صنعت عايدات ۶۱۰ ميليارد ۱۸۰ مليونه يوانه دي هغه چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱۷.۶ فيصده زيات دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |