CRI Online

شي جين پينګ له شان شي ولايت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-13 11:26:15

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي،دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې له شان شي ولايت څخه ليدنه وکړه،نوموړي له ياد ولايت څخه د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد په جدي توګه د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس او د دغه کانګرس د دوهمې ،درېيمې او څلورمې عمومي غونډې روحيې پلې کړو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره کړو او يوه هراړخيزه نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړو.

عمومي منشي شي جين پينګ د مۍ له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې په وار سره له دا تونګ او تای يوان ښارونو څخه ليدنه وکړه . هغه د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې تر غرمې وروسته د دا تونګ ښار د يون جو سيمې د ژيړو ګلانو له کرنيز فارم څخه ليدنه وکړه. د دا تونګ د ژيړو ګلانو کښت ۶۰۰ کلن تاريخ لري او عمده ځايي صنعت دی. په دې وروستيو کلونو کې د لويو تصديو او همکاريزو ادارو تر لارښوونې لاندې د دې توليداتو کيفيت ثابت پاتې شوی او پلور او بيې يې هم ښې دي . تېر کال ، د بېوزلو کورنيو منځنۍ عايد له لسو زرو يوانو څخه ډېر و.

شي جين پينګ وويل چې د چين کمونېست ګوند د خلکو خدمت کار او د دوی ګټو ته د مهمې سياسي لاسته راوړنې په توګه درناوی لري.

شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د شي پينګ علاقه دارۍ د فانګ چنګ له نوي کلي څخه هم ليدنه وکړه. هغه د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د شان شي ولايت د هراړخيزو اصلاحاتو د نمونوي سيمې د سياسي چارو له خدماتي مرکز، د تای يوان د فولادو د توليد شرکت او په تای يوان ښار کې د فن هه سيمې د جين يانګ له پل څخه ليدنه وکړه. هغه د صنعتي چارو د شکل بدلون، د تصديو د کارونو د اعاده کولو، د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې او د ککړتيا د مخنيوي ادارې په شمول مختلفو برخو څخه مالومات ترلاسه کړل.

شي جين پينګ د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې تر غرمې وروسته د شان شي ولايت د ګوندي کميټې او د حکومت کاري راپورونه واورېدل او د دغه ولايت د بېلا بېلو کارونو ستاينه يې وکړه. هغه وويل چې اوس له بهر څخه د کوويد- ۱۹ ويروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې فشارونه ډېر دي او د چين په دننه کې لاهم د ساري ناروغۍ خطر شتون لري. موږ بايد د وبا د مخنيوي او کنټرول پر کارونو ټينګار وکړو.

شي جين پينګ وويل چې د تصديو د توليدي کارونو د بيا اعادې په بهير کې بېلا بېلې ستونزې او مسئلې بايد پر وخت حل شي. موږ بايد په واقعي توګه د کورنيو اړتياوو د زياتولو تګلارې پلې کړو او د نويو بنسټيزو تاسيساتو، نويو تخنيکونو ، نويو توکو ، نويو تجهيزاتو او نويو محصولاتو پرمختګونو ته دوام ورکړو.

شي جين پينګ وويل، موږ بايد پر دې ټينګار وکړو چې ښه ايکولوژيکي چاپيريال شتمني ده او بايد د کرنې او کليوالي پرمختګ بنسټ ټينګ کړو او د غلودانو د توليد د پاليسيو ملاتړ ته وده ورکړو. هغه زياته کړه چې موږ بايد د خلکو په مرکزيت د پرمختګ مفکوره پلې کړو، د خلکو د معيشت ډاډمن کولو او د ژوند ښه کولو لپاره قوي دنده ترسره او له خلکو سره د عملي ستونزو په حل کې مرسته وکړو. دا اړينه ده چې د کلتوري چارو د پياوړتيا لپاره غوره تاريخي او ښې کلتوري سرچينې په بشپړ ډول وکاروو او د سوسياليزم د اصلي ارزښتونو زده کړه پياوړې کړو. بر سيره پر دې ، موږ بايد د سياسي ابادۍ په لارښوونه په ګوند کې سياسي جوړښت ته دوام ورکړو ، د ايډيالوژيو او باورونو ښوونه او روزنه پياوړې کړو او په کلکه د سياسي ډسپلين او سياسي مقرراتو درناوی وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای