CRI Online

شي جين پينګ چيني تصدۍ هڅوي چې د تکنالوژۍ په برخه کې لا زيات برياليتوب تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-13 12:11:45

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د می په ۱۲مه نېټه د شان شي تای ګانګ په نوم د بې زنګه فولادو شرکت څخه ليدنه وکړه . هغه په توليدخونه کې کارکوونکو ته وويل چې، اوس په شان شي ولايت کې لوړه او نوې تکنالوژۍ د ګړندي پرمختګ په حال کې ده. ستاسو شرکت د تکنالوژۍ د نوښت په برخه کې ګامونه پورته کړي او دا ډېر ښه کار دی. هيله لرم چې تاسې د زنګ نه منونکو فولادو په ساحه کې په دوامداره توګه برياليتوبونه تر لاسه کړئ.

دغه شرکت په ۲۰۱۸ کال کې د ځانګړو بې زنګه فولادو څېړنه وکړه او داسې فولاد يې جوړ کړل چې په ګرده نړۍ کې يې لومړی مقام ونيوه. دغه ځانګړی فولاد ډېر نرم دی او ډبوالی يې يوازې د ويښته يو پر درېيمه برخه نيسي. دغه فولاد په ځانګړي توګه په هغو موبايفونونو کې کارول کېږي چې شيشه يې قاتېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای