CRI Online

د افغانستان د دفاع وزارت ته د چين د دفاع وزارت لخوا د مرستندويه طبي توکو د ورکولو مراسم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2020-05-13 16:32:20

د مې په ۱۲مه نېټه د افغانستان د دفاع وزازت ته د چين د فاع وزارت له خوا د مرستندويه طبي توکو د سپارلو مراسم په کابل کې تر سره شول.په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يوو او د دې هېواد د دفاع وزارت مرستيالې مېرمن منيره يوسف زاده په دې مراسمو کې ګدون وکړ.

سفير وانګ وويل چې اوس د کوويد۱۹ ويروس د خپرېدو په حال کې دی چې له امله يې نه يوازې افغانستان له جلنجونه سره مخ کړی بلکې د افغانانو روغتيا يې ګوښي دی.ويروس سرحدات نه پېژني او د ټولو انسانانو ګډ دښمن دی ، نو ټول هېوادونه بايد لاسونه سره کړي او له دې ويروس سره په مقابله کې دې بريا ومومي.د چين پوځ غواړي چې د دې ويروس د له منځه وړلو لپاره له افغان پوځ سره ګډه مبارزه وکړي.

مېرمن کميزې يوسف زاده د چين پوځ له مرستو څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې په ګرده نړۍ کې د ياد ويروس خپرېدل يو ستر بحران دی، نو د اړوندو خواوو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتيا ده.افغان پوځ غواړي چې د دې ويروس په شمول بېل بېلو برخو کې د چين له پوځ سره همکارۍ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای