د کوويد۱۹ ويروس د خپرېدو پر وړاندې چين څنګه ټاکلې موخه تر سره کړي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ور ځو کې د شان شي ولايت له ځينو هغوسيمو او شرکتونو څخه ليدنه وکړه چې د دې ولايت د اصلاحاتو او نوښت، د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو پر نتيجو پورې اړه لري.
د اصلاحاتو او نوښت په هکله رئيس شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چ ې د سرچينو لرونکو سيمو د اقتصادي پرمختګ موندل او د څو اړخيز جوړښت جوړونه د دې ولايت د اقتصادي پرمختګ ستره موضوع ده.
هغه د دې ولايت د تای يوان له درېيم تم ځای څخه د ليدنې په ترڅ کې د دې ښار د فن هه او نور سيند د چاپيريال ساتنې په هکله راپور واوريد.
د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله هغه پر دې ټينګار وکړ چې ځايي حکومت بايد د کليوالو د عايداتو د زياتوالي لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |