CRI Online

د الکترونيکي سګريټ له امله ناروغۍ او کوويد-۱۹ تر منځ څه تړاو شته؟

cri     (GMT+08:00) 2020-05-13 17:31:48

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د مۍ په ۱۱مه نېټه د کوويد-۱۹ په اړه تازه شمېر خپور کړ چې په دغه هېواد کې پر دغه ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له ۱۳.۴ لکو څخه زيات شوي او د دغه ناروغۍ له امله مړو شويو شمېر له ۸۰ زرو څخه زيات شوي دي. ولی دومره زيات امريکايان په کوويد-۱۹ اخته شوي؟ دغه ناروغي له کومه وخته څخه په امريکا کې خپره شوې؟

د ۲۰۱۹م کال په جولای کې د ماريلند ايالات د فټ ديتريک په سيمه کې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو اډه ناڅاپه وتړل شوه، دغه اډه په دې برخه کې د امريکا ډېره لويه اډه ده. د دغې اډې له تړلو وروسته په لنډه موده کې په امريکا کې د سکاروي او ورته پېښې ثبت شوې. په هغه وخت کې اړوندو څانګو څرګنده کړې وه چې لامل يې الکترونيکي سګريټ دی. خو د الکترونيکي سګريټ له امله ناروغۍ مشابهت د کوويد-۱۹ ويروس د سږي ناروغۍ سره شبيه دی. په امريکا کې له ۲۰۰۷ کال څخه د الکترونيکي سګريټ خرڅلاو پيل شوی خو ولی د الکترونيکي سګريټ له امله ناروغي په تېر کال کې خپره شوې.

اوسمهال په نړۍ کې ډېرو کسانو د امريکا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دوی بايد د فټ ديتريک د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو اډې د بندولو، د الکترونيکي سګريټ له امله ناروغي او د وبا او کوويد-۱۹ تر منځ څه تړاو شته؟

د امريکا حکومت بايد د يادې اډې د تړلو رښتينی لامل څرګند کړي او د امريکا د خلکو د سر او مال د امنيت د ساتلو دنده دې پر غاړه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای