CRI Online

امريکايي سياستوال بايد د کوويد ۱۹ ويروس له امله د ناروغانو د مړينې پړه پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-13 20:09:07

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا مشهور کارپوه نوم چومسکي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د امريکا پر حکومت نيوکه کړې چې د دې هېواد مشران نه يوازې بايد د خپلو وطنوالو بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو د خلکو د مړينې پړه پر غاړه واخلي. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې د امريکا مشرانو د خپلو جرمونو د پټولو لپاره له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د ناکامۍ پړه پر نورو هېوادونو اچولې ده.

نوموړي وويل چې امريکا په نړۍ کې يو ډېر لوي او غټ هېواد ګڼل کيږي،خو په دې ويروس د مثبتو پېښو له رامنځته کېدو راهيسې د امريکا ځينو سياستوالو تل د نورو هېوادونو د بدنامولو لپاره هڅې کړې دي. دوی نه يوازې بايد په خپل هېواد کې له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د ناکامۍ بلکې د دې ويروس د وبا پړه واخلي. د امريکا په دننه کې هغوی ناسم تدبيرونه نيولي چې له امله يې په دې ويروس د اخته کسانو شمېر او د مړينې شمېر تر زياتې اندارې پورې ډېر شوی او ځيني ناروغ امريکايان هم نورو هېوادونو ته تللي دي.امريکايي له دې سره سره له وبا سره په مبارزه کې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو هېوادونو اچولې او د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مرستو د بندولو په شمول يې نورناسم کارونه هم تر سره کړي چې له امله يې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ ته زيانونه رسولي دي. ځيني امريکايي سياستوال له دې ويروس سره د انسانانو د ګډې مقابلې پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.

ويروس سرحدات نه پېژني او دغه ويروس ته د هر هېواد له خوا په کمه سترګه کتل به د دې مبارزې پر ښې پايلو اغېره وکړي. اوس مهال په نړۍ کې په دې ويروس د اخته کسانو شمېر له څلور مليونو څخه اوښتی چې په امريکاکې د ناروغانو شمېر د نړۍ د ناروغانو يوه په درېيمه برخه نيسي. دا څرګنده ده چې د ياد ويروس خپرېدل د امريکا د حکومت له کنټرول څخه وتلي چې له امله به يې په دې مبارزه کې نړيواله همکارۍ ښې پايلې تر لاسه نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای