د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين غواړي چې له کاناډا او نورو هېوادونو سره يو ځای د کوويد۱۹ ويروس په اړه د طبي توکو څېړنه او توليد چټک کړي او د نړيوالې روغتيا د ساتلو او له دې ويروس سره د مقابلې لپاره خپلې هڅې وکړي.
د خبر له مخې د کاناډا د څېړنې دولتي کميټې د مې په دوولسمه نېټه وويل چې کاناډا د چين د کانسانو له بيولوژيکي شرکت سره همکارۍ کوي او د واکسين د ازموينې د تر سره کولو لپاره به لار هواره کړي.وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د کوويد۱۹ ويروس له خپرېدو راهيسې چين او کاناډا سره يو له بل څخه ملاتړ کړي او په دې برخه کې يې همکارۍ کړې دي.د واکسين څېړنه د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره ډېر مهم دی. چين د کاناډا په شمول له نورو هېوادونو سره د درملو او واکسين د څېړنې په شمول برخو کې همکارۍ کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |