CRI Online

افغان امنيتي ځواکونه به د طالبانو په شمول د وسله والو ډلو پرضد بيا عمليات پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-14 09:31:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ارګ وياند صديق صديقي د مې په ۱۳مه نېټه وويل، چې د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه کابل او ننګرهار ولايت کې د دوو ترهګريزو بريدونو له امله به د طالبانو او داعشيانو په شمول د وسله والو ډلو پرضد د افغانستان د امنيتي ځواکونو نظامي علميات بيا شروع شي.

نوموړي له طلوع ټلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې په هېواد کې د يادو دوو بريدونو په شمول له نورو رامنځته شويو ترهګريزو بريدونو څخه څرګندېږي چې طالبان او داعش د افغانانو دوښمنان دي.

طلوع ټلويزيون خبر ورکړ چې د حکومت د رسمي شمېرنې له مخې، د کابل يو نسايی روغتون د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه له ترهګريز بريد سره مخامخ شو چې له امله يې ۲۴ عام وګړي، ۱ سرتيری او ۳ بريدګر ووژل شول. همدارنګه، د ننګرهار په ولايت کې په همدې ورځ د جنازې په مراسمو کې د يوه ځان وژونکي بريد له امله د ۱ بريدګر په شمول ۳۳ تنه ووژل شول.

تر يادو دوو بريدونو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امنيتي سلاکار سره له خبرو وروسته په يوه ټلويزيوني وينا کې حکم ورکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونه دې اوسنی دفاعي حالت بدل کړي او د طالبانو په شمول د وسله والو ډلو پرضد مبارزه دې شروع کړي.

که څه هم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا رد کړې چې وسله والو طالبانو دغه دوه بريدونه طرحه کړي، خو صديق صديقي وويل، چې د طالبانو ياده اعلاميه له دغو دوو بريدونو سره د طالبانو تړاو نه شي پرې کولای. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای