CRI Online

د نړيوالو چارو ايرانی کارپوه: له کوويد-۱۹ويروس سره په مبارزه کې نړيوال يووالی او همکارۍ تر ټولو مهمې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-14 14:31:42

چين له کوويد- ۱۹ ويروس سره د مبارزې په بهير کې له نړيوالې ټولنې سره خپلې تجربې شريکې کړې، په نړيوالو همکاريو کې يې فعال ګډون کړی او د خپلو رښتينيو اقدامو له لارې يې نړيوال څواړخيزم عملي کړی دی. د منځني ختيځ د ستراتيژۍ په اړه د ايران د څېړنيز مرکز لوړ پوړي څېړونکي او د تسنيم اژانس د نړيوالو چارو څانګې مدير عباس اسلاني د چين ميډيا ګروپ له خبريال لې شيانګ پينګ سره په مرکه کې وويل، چې چين د يوه لوی هېواد په حيث خپلو دندو ته ملا تړلې ده، پر چين باندې د امريکا او ځينو نورو لويديځو هېوادونو نيوکې او انتقادونه غير مسئولانه او بې بنسټه دي. له کوويد-۱۹ويروس سره په روانه مبارزه کې نړيوال يووالی او همکارۍ تر ټولو مهم کار دی.

عباس وويل، چې د امريکا په شمول ځيني لويديځ هېوادونه له کوويد-۱۹ ويروس سره د مبارزې په چارو کې پر چين نيوکې کوي. لومړی لامل يې دا دی چې دوی تل دغسې رويه لري چې لويديځ تر ختيځ غوره دی، خو له کوويد- ۱۹ ويروس سره په روانه مبارزه کې د چين په شمول د ځينو ختيځو هېوادونو کړنې او کارونه د دوی په پرتله ډېر ښه دي، دوی يوازې پر چين د تور لګولو په پلمه د خپلو کمزورو کارونو د پټولو لار انتخاب کړې ده. دوهم لامل يې دا دی چې د روان کال په نومبر کې به د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې په داسې وضعيت کې تر سره شي چې د دې هېواد اقتصادي پرمختګ او د روزګارۍ حالت د کوويد-۱۹ ويروس تر منفي اغېزو لاندې دی، د امريکا سياستوال اړتيا لري چې د کور فشار چين ته واچوي.

عباس وويل، چې چين له کوويد- ۱۹ ويروس سره په روانه مبارزه کې د يوه لوی مسئولانه هېواد بڼه ټينګه کړې، د امريکا حکومت بايد د دې ويروس پر وړاندې خپلې تېروتنې په جدي توګه سمې کړي.

((د کوويد-۱۹ ويروس له ناروغۍ سره په روانه مبارزه کې د چين په شمول د ځينو ختيځو هېوادونو وضعيت د لويديځو هېوادونو په پرتله ښه دی، چين مسئولانه تدبيرونه پلي کړي، خو امريکا غېر مسئولانه تدبيرونه نيولي دي. چين له نورو هېوادونو سره د مرستو په هڅه کې دی، خو په عين وخت کې د امريکا حکومت دغه هېواد او خپلو خلکو ته څه کړي دي؟ د امريکا حکومت د دې ناروغۍ د خپرېدو په پيل کې وضعيت ناچيزه ګاڼه، خوپه امريکا کې د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته يې لار ترې ورکه ده او اغېزمن کنترول يې نه شي کولی. د دوی د کمزورو کارونو له امله د زياتو امريکايانو ژوند له خطر سه مخ شوی دی. د دغه وضعيت پر وړاندې دوی د خپلو ګټو د ساتلو په غرض مسئوليت پر چين اچولی دی. د دواړو هېوادونو له يادو عملونو څخه ۲ بېلې عملي لارې څرګنديږي. ))

عباس وويل، چې د چين د بدنامولو په اړه د امريکا حکومت خبرې ضد او نقضې دي. د امريکا استخباراتي څانګه هم په دې نظر ده چې کوويد- ۱۹ ويروس له طعبيت څخه رامنځته شوی دی. د عباس په اند د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته زياتو هېواودونو هيله درلوده چې امريکا فعال رول ولوبوي، خو امريکا له روغتيا نړيوال سازمان سره پولي مرسته وځنډوله.

(( دا د حيرانتيا وړ خبره نه ده چې امريکا يواړخيزه لار انتخاب کړې او يوازې خپلو چارو ته پاملرنه کوي، ځکه دغه هېواد د يو اړخيزم د عملونو په اړه ډېرې پخوانۍ بېلګې لري. امريکا له ( پاريس تړون )، د ايران له ذروي تړون او د م م د بشري حقونو له شورا څخه وتلی او په دې وروستيو کې يې له روغتي نړيوال سازمان سره پولي مرستې وځنډولې دي. په دغه خطرناکه موده کې ټوله نړۍ اړتيا لري او پوهيږي چې د روغتيا نړيوال سازمان له دغه ويروس سره په مبارزه کې د بېلا بېلو هېوادونو د کوښښونو همغږي کولی شي. د امريکا حکومت به د يو اړخيزم د کړنو له امله زيانمن شي او په نړيواله صحنه کې به د امريکا لارښوونکی ځواک او رول کمزوری شي. ))

عباس وويل، چې د کوويد- ۱۹ ويروس نړيواله ننګونه ده او هيڅ هېواد له دې مبارزې څخه ډډه نه شي کولی، يوازې د نړيوالو همکاريو له لارې دغه ويروس ته ماتې ورکولی شو.

(( ټوله نړۍ بايد له دغه ويروس سره په مبارزه کې په يو دريځ کوښښونه وکړي. چين په دغه لور د پرمختګ په هڅه کې دی او له روغتيا نړيوال سازمان سره يې همکارۍ پياوړې کړې دي. نړۍ بايد متقابل تفاهم او همکارۍ وکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای