CRI Online

د وو هان د زده کوونکو او په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ترمنځ د ليکونو تبادله په ګډه د روغتيا او نظم ساتلو په موخه ټينګ هوډ او متقابل ملاتړ څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-14 15:21:14

په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان د استازي ډاکټر ګاوډن ګاليا لخوا ليکل شوی پيغام

د چين خبري رسنيو تېره جمعه يو خبر خپور کړ چې عنوان يې دی: ( د وو هان ښار زده کوونکو په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر ګاوډن ګاليا ته يو ليک واستاوه). د وو هان ښار د شيو ګوانګ ښوونځي زده کوونکو په دغه ليک کې ليکلي چې دوی د بيا کارول کېدو وړ اضافي او استهلاکي موادو د ټولولو او خرڅلاو له لارې پېسې راغونډ کړې او هيله ده چې دغه پېسې د روغتيا نړيوال سازمان ته د بسپنې په توګه ورکړي، څو له نورو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. دوی په دغه ليک کې د ټولې نړۍ له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د نړۍ د راتلونکې د روښانه کېدو لپاره يو له بل سره مرسته او همکارۍ وکړي. له دغه ليک څخه له ژوند سره د وو هان ښار د زده کوونکو مينه او د ويروس پر وړاندې ټولې نړۍ او بشريت ته د دوی پاملرنه ښکاري.

 

ډاکټر ګاوډن ګاليا او ملګري يې د دغه ليک تر تاثير لاندې راغلي دي. هغه ډېر خوشحاله و چې د وو هان ځوانان ده ته د (کاکا) خطاب کړی. هغه هم په چينايي ژبه يادو زده کوونکو ته ځوابي ليک واستاوه. که څه هم يوازې دوه کاله کېږي چې هغه چين ته راغلی، خو هغه په فارغ وخت کې د چينايي ژبې د زده کولو لپاره کوښښ کړی دی. هغه په جدي توګه يادو ځوانانو ته څلور پاڼې ليک استولی. هغه په خپل ليک کې ليکلي، ( ستاسو له اغېزناک ليک څخه ډېره مننه کوم. په دې سخت وخت کې زه او زما ملګري ستاسو د دغې ډالۍ د تر لاسه کولو له امله تر تاثير لاندې راغلي يوو. ستاسې ليک د هيلې او يووالي ښکارندوی دی او دا په ټوله نړۍ کې د وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمه اړتيا ده. دغه وبا د هر کس پر وړاندې ننګونه ده، خو د وبا پرضد مبارزه کې موږ د چينايانو ډېر اړخونه ګورو، مثلاُ، ټينګ هوډ، مهرباني، مرسته پالنه او داسې نور. زيات کسان تاسو ته ورته دي او هر وخت غواړي له نورو هېوادونو او کسانو سره مرسته وکړي. )

د ډاکټر ګاوډن ګاليا له قوله، د وو هان زده کوونکو له مهربانۍ ډک ليک څخه د دغې وبا پر وړاندې د چيني ځوانانو ټينګ هوډ او مرسته پالنه څرګندېږي. د دغو زده کوونکو په قول، نړۍ ستره ده، خو هيڅوک يوازې نه دی، ويروس د بشريت پر وړاندې ګډ دوښمن دی. ويل کېږي چې ځوانان د يو هېواد او يو ملت او حتی د نړۍ راتلونکی دی. يوازې به يو له بل سره د مرستې له لارې اوسنۍ ستونزې لېرې شي. د کوويډ -۱۹ ويروس له رامنځته کېدو راهيسې، د چين حکومت او خلک تل د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې پر اساس د دغه سازمان په شمول له بېلا بېلو سازمانونو او هېوادونو سره مثبتې همکارۍ کړې دي او کوي يې. د چين کوښښونه هم د بېلا بېلو خواوو لپاره د منلو وړ دي. د وو هان د زده کوونکو او ډاکټر ګاوډن ګاليا ترمنځ د ليکونو له تبادلې څخه دا نتيجه اخلو چې موږ بايد د ټولې نړۍ د عامې روغتيا او نظم د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای