CRI Online

امريکايي سياستوال د پوهې او عقل پر اساس عمل نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-14 20:18:43

د سينګاپور دولتي پوهنتون د ختيځې اسيا انستيتوټ پروفيسر جنګ يونګ نيان څو ورځې دمخه يوه ليکنه خپره کړه چې پکې راغلي، کوويد ۱۹ لا تر اوسه په مختلفو هېوادونو کې د چټک خپرېدو په حال کې دی، خو د دغه ويروس پر ضد د بېلا بېلو هېوادونو د مبارزو پايله او اغېزه هم يو له بل سره ستر توپيرونه لري. دا چې څنګه د سياست او علم ترمنځ توپيرونه او تضادونه حل کړي، دا د مختلفو حکومتونو پر وړاندې يوه مهمه مسئله ده. پروفيسر جنګ دې ته اشاره وکړه چې په امريکا کې د علمي معلوماتو پر بنسټ نه، بلکې سياسي موخې ته د رسېدو لپاره د ويروس پر ضد د تګلارو جوړول او پلې کول په ياد هېواد کې د کوويد ۱۹ پر ضد د مبارزې د ناکامۍ يو عمده سبب شوی دی.

د امريکا ځينو سياستوالو د دغه هېواد د اوسني حکومت له واکمنېدو راهيسې تل د علمي او معقولو نظريو هېڅ پام نه دی کړی، حتی پر مختلفو نظريو لرونکو يې ډېر ناوړه لفظي بريدونه کړي. د کوويد ۱۹ له خپرېدو راهيسې د دغو امريکايي سياستوالو بد خوی لا نور څرګند شوی دی. د پروفيسر جنګ يونګ نيان په خبره کې، په امريکا کې د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه هره ورځ د دغه هېواد د اداري واکونو په محور تر سره کېږي.

دوی په بې شرمۍ سره پر اړوندو سيانسپوهانو فشارونه اچوي. د بېلګې په توګه چينايي الاصله امريکايي ډاکټرې مېرمن هېلن چو په تېره جنورۍ مياشت کې امريکايي حکومت ته اړوند خبرداری ورکړی او د اړوندې ازموينې رپوټ يې د امريکا اړوند څار ارګان ته وړاندی کړی دی. خو امريکايي حکومت هغې ته حکم وکړ چې په دې اړه د ويلو حق نه لري.

د امريکايي سياستوالو د لېونۍ کړنې تر شا پر ملي اقتصاد او راتلونکي کمپاین د کوويد ۱۹ له منفي اغېزې د دوی اندېښنه ښکاري. دوی د کوويد ۱۹ له امله د مړو شويو کسانو له چټک زياتېدو سره سره لا هم اعلان وکړ چې د دوی مشري او تګلارې ډېرې اغېزمنې تمامې شوې.

د دې تر څنګ د امريکا مشران په بېلا بېلو نړيوالو ډګرونو کې د ويروس پر ضد مبارزه کې د خپلې پړې د پټولو هڅه هم کوي. که څه هم زيات شمېر سيانسپوهان د کوويد ۱۹ د سرچينې په اړه موافقې ته رسېدلي، خو دوی لا هم پر چين تور لګوي او وايي چې ويروس د چين له يو لابراتوار څخه سرچينه اخيستې.

د امريکايي سياستوالو مختلفې ناسمې کړنې نه يوازې د کوويد ۱۹ د چټک خپرېدو له مسؤليت څخه خپل ځان نشي خلاصولای، بلکې د ځان لپاره به زياتې ستونزې جوړې کړي.

کوويد ۱۹ لکه يوه هنداره ده، ترې د مختلفو حکومتونو لخوا د واکمنېدو بېلې وړتياوې څرګندېږي. په امريکايي ټولنه کې چې تل علم ته د احترام ادعا کوي، ځينې سياستوال د علم او عقل ته پام نه کوي. ځينو امريکايي خبري رسنيو د دې اعتراف وکړ چې موږ په حقيقت کې په يو ناکام هېواد کې ژوند کوو. پروفيسر جنګ يونګ نيان په خپله ليکنه کې ويلي: هېڅ داسې هېواد نشته چې د امريکا په شان پکې دومره زيات شمېر چارواکو او د پارلمان غړيو پر چين د خپلې پړې د اچولو لپاره هڅې کړې دي.

که دوی خپله پاملرنه د ويروس پر ضد مبارزې ته واړوي، ښايي د زياتو امريکايانو ژوند به وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای