د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمې کمېټې د مې په ۱۴مه نېټه يوه غونډه جوړه کړه چې پکې د چين په دننه او بهر کې د کوويد ۱۹ د خپرېدو پر حالت، په اوس مهال کې د ويروس پر ضد د تګلارو پر پلې کولو او د اکمالاتي ځنځير پر ثابتولو بحث او څېړنې شوې دي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشري او يوه مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې نن ورځ په چين کې د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرول حالت عموماً ښه دی، خو د هېواد په بهر کې حالت لا هم پېچلی او سخت دی. نو د هېواد په دننه کې د ويروس د مخنيوي دنده لا تر اوسه درنه ښکاري. موږ بايد ويښتيا وساتو او د ويروس د مخنيوی لپاره کوښښونه وکړو تر څو تر لاسه شوې ښه پايله وساتو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو موخې ته دې ورسېږو او شتمنه ټولنه دې په هراړخيزه توګه پوره کړو.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |