CRI Online

چين به د منځنۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو سره په روغتيايي چارو کې ښې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-15 12:00:21

د چين او د منځنې او ختيځې اروپا د ۱۷ هېوادونو د روغتيايي چارو وزيرانو د مۍ په ۱۳مه نېټه د کوويد-۱۹ ناروغۍ په اړه يوه ځانګړې ويډيويي غونډه تر سره کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مۍ په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې يوه خبري ناسته کې د يادې غونډې په اړه ځيني مالومات وړاندې کړل.

نوموړي وويل، په دغه غونډه کې ګډونوالو په خپلو هېوادونو کې د يادې ناروغۍ د خپرېدو حالت او ور سره د مقابلې وضعيت معرفي کړ او دا يې منلې چې دواړو خواوو د يادې ناروغۍ ضد په نړيواله مبارزه کې ښې همکارۍ کړې دي. چين دا نيت څرګند کړ چې د منځنۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو سره د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ وکړي او د يادې ناروغۍ د وقايې او کنترول په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي. چين به د منځنۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو سره په روغتيايي چارو کې ښې همکارۍ وکړي او غواړي د انسان د ګډې روغتيايي ټولنې د جوړولو لپاره له دغو هېوادونو سره ګډ کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای