CRI Online

د فرانسې د نړيوالو اړيکو او ستراتيژيکو څېونو انسټيټيوټ مشر: نړيواله ټولنه د پخوا په پرتله لاډېرې همکارۍ ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-15 13:11:41

د کوويد-۱۹ ويروس ساري ناروغي د ټولو انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده. اوس په ګرده نړۍ کې ياده ساري ناروغي لاهم سخته ده او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ غږ مخ په زېاتېدو دی. په داسې وخت کې چې نړۍ بايد د ناروغۍ بحران حل کړي ، داسې خبرونه رامنځته شوي چې د عامې روغتيا مسئلې ته سياسي رنګ ورکوي او د نورو هېوادونو د بدنامي لپاره دغه ناروغي کاروي. د فرانسې د نړيوالو اړيکو او ستراتيژيکو څېړنو انسټيټيوټ مشر پاسکال بونيفېس د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې نړيواله ټولنه د پخوا په پرتله لاډېرې همکارۍ ته اړتيا لري. موږ بايد د يادې ناروغۍ پر ضد نړيوالو عملونو کې د روغتيا نړيوال سازمان د کليدي رول ملاتړ وکړو. دا د افسوس وړ ده چې امريکا يو اړخيزم تعقيبوي او پر نړيوالو سازمانونو او نورو هېوادونو د بريد لپاره د کوويد-۱۹ ويروس ساري ناروغي د سياسي آلې په توګه کاروي.

پاسکال بونيفېس وويل ، وبا يوازې پر فرانسې بريد نه کوي او نه هم يوازې چين يا امريکا هدف ګرځوي، بلکې دغه ننګونه چې موږ ورسره مخ يوو ،يوه نړيواله ننګونه ده او پر وړاندې يې د غبرګون اقدامات يوازې نړيوال او څو اړخيز کيدای شي. په خواشينۍ سره ،امريکا يوځل بيا پدې بحران کې خپله يو اړخيزه تګلاره روانه کړې ده.

بونيفېس خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د روغتيا پر نړيوال سازمان د امريکا بريد او له دغه سازمان سره د مالي مرستې ځنډول د خواشينۍ وړ خبره ده ،خو د حيرانتيا وړ نه ده.

هغه وويل،موږ کولی شو په څرګنده توګه له نړيوالو سازمانونو او څو اړخيزم سره د امريکا دښمني ووينو. دا دښمني د يادې ناروغۍ له امله نده رامنځته شوې. د وبا له بحران څخه دمخه ، د امريکا پارلماني غړي د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مرستې د کمولو غوښتنه کړې وه. دا د دوی تګلاره ده. له دې مخکې، امريکا له يونسکو ، د پاريس اقليمي تړون او د ايران له اټومي تړون څخه وتلې ده. دغه راز د روغتيا پر نړيوال سازمان او څو اړخيزم بريد کول د امريکا د نړيوالې ستراتيژۍ يوه برخه ده.

د بونيفېس په اند نړيواله ټولنه بايد د روغتيا له نړيوال سازمان سره مرسته وکړي ترڅو د وبا پروړاندې په نړيواله مبارزه کې کليدي رول ولوبوي او دغې ناروغۍ ته په ګډه ځواب ووايي.

هغه وويل، که په اوس وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان نه وي، نو د ناروغۍ وضعيت به نورهم پيچلی او سخت شي. نو د روغتيا پر نړيوال سازمان تورونه لګول غير عادي ، غير عادلانه او حتی خطرناک دي. کله چې کور اور اخيستی وي ، نو موږ بايد پر اور وژونکو نيوکې ونه کړو. اوس د کوويد-۱۹ ويروس ناروغي په ګردې نړۍ کې خپرېږي، خو امريکا د روغتيا پر نړيوال سازمان بريدونه کوي. په عين وخت کې ، د بيل ګېټس په شان هغه کسان چې د عامې روغتيا د امنيت په مسئلو پوهېږي ،د روغتيا له نړيوال سازمان سره خپلې مرستې ډېرې کړي دي. دوی د نړيوالو مقرراتو پراساس عملونه کړي او پوهېږي چې د روغتيا نړيوال سازمان سره مرسته له اوسني بحران سره د مقابلې لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای