CRI Online

په تېر اپريل کې چين کې له ۷۰ ميليارډو يوانو زياتې بهرنۍ پانګې اسعتمال شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-15 13:27:36

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مۍ په ۱۴مه نېټه وويل، په چين کې د بهرنيو پانګونو د ثابتېدو لپاره د يو لړ تګلارو په پلې کولو او د يو شمېر اړوندو پروژو په لاسليک او عملي کېدو سره، په تېر اپريل کې په چين کې 70.36 ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګې استعمال شوي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 11.8 سلنه زيات شوی او له درېيو مياشتو راهيسې دغه شمېر په لومړي ځل زياتوالی موندلی دی. د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې چين کې 286.55 ميليارډه يوانه استعمال شوي دي.

ښاغلي ګاو فنګ وويل، چين به په راتلونکی کې د بهرنيو پانګو په اړه تصديو او پروژو ته خدمتونه پياوړې کړي او په دوامداره توګه به سوداګريزه زمينه لا نوره ښه کړي څو په چين کې د بهرنيو پانګوالو باور لا پياوړی شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای