CRI Online

د روغتيا څارونکي روبورټ خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-15 17:22:36

د روغتيا څارونکي روبورټ خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابروي

د روغتيا څارونکي روبورټ چې د چين د واکليک شرکت لخوا تر څېړنې وروسته جوړ شوی، په ځانګړي توګه د ماشومانو د روغتيا څار لپاره دی او په ورکتونونو او ښوونيزو ادارو کې يې ډېر هرکلی شوی. د دغه روبورټ بيه کابو ۴۰ زره يوانه ده او اوس په ټول چين کې نږدې ۵۰ زره روبورټونه خرڅ شوي دي.

دغه روبورټ ډېره ښکلې بڼه لري او د ماشومانو خوښېږي. عمده دنده يې د ماشومانو د روغتيايي حالت څارنه ده. دغه روبورټ د بدني تودخې، لاس، سترګې او خولې په برخو کې د دوی روغتيايي ستونزې پيدا کولای شي. د څارنې بهير يوازې څو ثانيو ته اړتيا لري او تر څارنې وروسته به د دې روبورت په شيشه کې نتيجه ښکاره شي. که روغتيايي حالت ښه وي، نو شن رنګ نښه به ښکاره شي. که کومه ستونزه موجوده وي، نو سوررنګ نښه به ښکاره شي.

اوس د کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله، خلک ټول ماسک اچوي، دغه روبورټ دا هم کولای شي چې د ماسک اچولو په حال کې او يا د مړوند له لارې بدني تودخې څارنه وکړي.

دغه روبورټ ناروغ ماشومان مالومولی شي او نورو ماشومانو ته د اړوندو ناروغيو د اخته کېدو ګواښ به مخنيوی وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای