د چين د شمېرنې دولتي ادارې وياندې ليو ای هوا د مې په ۱۵مه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې په تېر اپريل مياشت کې په چين کې د کوويد ۱۹ خپرېدل کنټرول شوي، اقتصادي او ټولنيزو چارو چټک پرمختګ کړی، د خلکو ژوند او توليدي چارې اعاده شوې او د چين په څو عمده اقتصادي ګرافونو کې مثبت بدلون راغلی دی. دغه راز د چين ملي اقتصاد ښايي په دوامداره توګه اعاده شي.
وياندې ليو ای هوا داسې معلومات ورکړل چې صنعتي او خدمتي چارو په تېر اپريل مياشت کې د پرمختګ ښه تمايل درلود.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |