CRI Online

امريکايي سياستوال دې ټولې نړۍ ته د خپلو بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه واقعيتونه بيان کړي!

cri     (GMT+08:00) 2020-05-15 20:13:54

د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف څو ورځې دمخه په يوه خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې امريکا د چين او روسيې په شاوخوا هېوادونو کې زيات بيولوژيکي لابراتوارونه ځای پر ځای کړي او د دغو لابراتوارونو د څېړنيزو موخو څرګندول نه غواړي. د امريکا دغه کړنې او موخې يې ډېرې شکمنې دي. د سيرګي لاوروف له دغو خبرو څخه له يوې مودې راهيسې د نړيوالې ټولنې زيات شکونه او اندېښنې څرګندېږي.

د روسيې د فدرالي امنيتي غونډې سکريتر نيکولای پلاتونويچ پتروشيف په خبره، امريکا اوس په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۲۰۰ بيولوژيکي لابراتوارونه لري. د بل خبر له مخې، په ځينو هغو ځايونو کې چې امريکايي لابراتوارونه پکې موجود دي، ډېرې خطرناکې ساري ناروغۍ خپرې شوې دي. د دغو بيولوژيکي لابراتوارونو امنيت د شک وړ دی.

نو د امريکا په بيولوژيکي لابراتوارونو کې څرنګه ازموينې او څېړنې تر سره کېږي، پر نړيوالې روغتيا ګواښ لري که نه، څه تاوانونه او زيانونه يې اړولي که نه؟ امريکايي سياستوال دې په دې اړه ټولې نړۍ ته په ډاګه وايي!

لومړی د امريکا په ماريلانډ ايالت کې د فورټ دېتريک بيولوژيکي لابراتوار ته وګورو! دغه لابراتوار په امريکا کې د بيولوژيکي وسلو د جوړولو تر ټولو لويه اډه ده. د تېر کال په جولای مياشت کې د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز په ياد لابراتوار کې د اړوندو څېړنو د بندولو حکم ورکړ او د ملي امنيت په پلمه يې د اړوند خبر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د نيويارک ټايمز د خبر له مخې، د دغه لابراتوار بند شوې څېړنې د ځينو هغو زهرجنو موادو په اړه دي چې د امريکايي حکومت په نظر انسانانو، ژويو او نباتاتو ته سخت ګواښ پېښوي. د اندېښنې وړ خبره دا ده، د دغه لابراتوار تر بندېدو وروسته د فورجينيا ايالت په يوه استوګنيزه سيمه کې چې له ياد لابراتوار څخه د موټر يوازې يو ساعت واټن لري، د الکترونيکي سګريټ په اړه يو ډول ساري ناروغي خپره شوه. پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو نښه له کوويد ۱۹ سره ډېره ورته ده.

د روان کال په مارچ کې د فورټ دېتريک بيولوژيکي لابراتوار خپله دروازه بيا خلاصه کړه. زياتو امريکايانو د سپينې ماڼۍ پر ويبسايټ غوښتنه وکړه چې حکومت دې په تېر کال کې د دغه لابراتوار د بندولو رښتينی لامل خپور کړي او دا خبره دې معلومه کړي چې په دغه لابراتوار کې يې د کوويد ۱۹ په اړه څېړنې تر سره کړې که نه او کوويد ۱۹ له دغه لابراتوار څخه خپور شوی که نه؟ خو امريکايي سياستوالو لا تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.

د خبر له مخې، امريکا د پخواني شوراوي اتحاد په هېوادونو کې يو شمېر بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي او ځينې يې په جنوب ختيځه اسيا او افريقا کې ځای پر ځای کړي دي. د نننۍ امريکا په نوم د ورځپاڼې د خبر له مخې، له ۲۰۰۳ کال راهيسې د امريکا په بيولوژيکي لابراتوارونو کې څه دپاسه ۱۰۰ هغې پديدې پېښې شوې چې کارکوونکي يې پر خطرناکو ميکروبونو د اخته کېدو له امله مړه شوي دي. د دې تر څنګ امريکا له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې تل د بيولوژيکي وسلو د منع کولو تړون په اړه د خبرو اترو مخنيوی کړی او کوي يې.

د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونه اوس د انسانانو پر وړاندې ګډ ګواښ ګرځېدلی دی. اوس ټوله نړۍ د کوويد ۱۹ له ګواښ سره مخامخ ده، امريکايي سياستوال دې په دې اړه ټول واقعيتونه بيان کړي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای