CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګريس ۳مه غونډه به د می په ۲۲مه نېټه پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-16 16:57:29

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګريس ۳مه غونډه به د می په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د نوموړي کانګريس د بهرنيو چارو کمېټې مشر جانګ يې سو د می په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دې کانګريس مطبوعاتي مرکز د څه باندې ۳ زرو چيني او بهرنيو خبريالانو غوښتنليکونه منلي دي. اوسمهال په بهرنۍ نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو وضعيت تر کنترول لاندې نه دی او د چين پر غاړه د دغه ويروس د وقايې او کنترول دنده سخته ده، نو د روان کال د غونډې ترتيبات به اصلاح شي.

د يادې غونډې وخت به کم شي او مشخصه اجنډا به د مقدماتي غونډې او د رئيسه ډلې د لومړۍ غونډې له خوا تصويب شي. په بېجينګ کې به ځينو چيني او بهرنيو خبريالانو ته د مرکو بلنې ورکړل شي. د مطبوعاتي غونډو، خبري ناستو، له استازو سره د مرکو د لارې په شمول مطبوعاتي فعاليتونه به په مناسب ډول کم شي او ويډيويي مرکې به تر سره شي.

په چين کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو ته به په عمومي غونډه کې د اورېدلو بلنې او په بېجينګ کې به ځينو چيني او بهرنيو خبريالانو ته د خلکو په لوی تالار کې د راپورتاژ ورکولو بلنې ورکړل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای