د تېرې جنورۍ په پای کې يو بريټانوي چيني اصله ممثل په ټويټر ليکلي و چې په دغه هېواد کې ښايي يوازې په يو لک چينايانو کې يو تن پر کوويد-۱۹ ويروس اخته شوی وي، خو په سلو چينايانو کې سل تنه د دې ويروس له امله له تبعيض سره مخامخ شوي دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۶مه نېټه په ټويټر کې په لومړي ځل د چيني ويروس په توګه کوويد-۱۹ ويرس ياد کړ چې دغه کړنه د نړيوالې ټولنې او چينايانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې ده، خو نوموړي پر چين د تورونو له لګولو څخه لاس نه دی اخيستی. هغه په دې پوهيږي چې د تش په نامه ( چيني ويروس ) يادونه به د چينايانو او په بهرنيو کې چيني اصله کسانو پر ضد د نژادي سپکاوي او نفرت بريدونه راوپاروي، خو هغه بيا بيا دغه څرګندونه کړې او داسې وضعيت يې راپارولی چې د چينايانو ضد نفراتي احساس په نړۍ کې خپور شوی. د افسوس خبر دا دی چې که څه هم عمده بريتانوي خبري رسنيو د ټرمپ دغه کړنه وغندله،خو ځنيو بريتانوي خبري رسنيو د دغه نفرت اميزه او سپکاوي ډکو خبرو په خپرولو کې لاس لري.
د نفرت خبرې او احساس له انټرنيټ څخه ټولنې ته خپور شوی او د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې اړوند بريدونه شوي دي. د مارچ له پای راهيسې په امريکا، اروپا او ځينو نورو هېوادونو کې د چينايانو ضد د نژادي سپکاوي او بريدونو پېښې ډېرې زياتې شوې. په فبرورۍ او مارچ کې په لندن کې د ختيځې بڼې لرونکو کسانو باندې ۱۶۶بريدونه شوي چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله سل زيات شوی.
ډونالډ ټرمپ د يو ډېر لوی هېواد مشر دی، د ده د غير مسئولانه خبرو له امله ښايي د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ شي. د کوويد-۱۹ ويروس ته ماتې ورکولو لپاره نړيوال يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، نژادي سپکاوی او نفرت د دغه ويروس د مخنيوي په وړاندې خنډ دی. ټول بايد له نژادي نفرت او تبعيض سره کلک مخالفت وکړي.
(ياسمن)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |