CRI Online

امريکا غواړي د کوويدـ۱۹ ويروس واکسين تصرف کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-16 20:23:40

د ۷۳مې دورې د نړيوالې روغتيا اسامبلې د تر سره کېدو يوه ورځ مخکې، د جنوبي افريقا د ولسمشر سيريل رامافوسا، د پاکستان صدراعظم عمران خان، د بريتانيا پخواني لومړي وزير ګوردن براون په شمول ۱۴۰ سياستوالو او کارپوهانو په يو ګډ پيغام کې غوښتنه وکړه، چې د کوويدـ۱۹ ويروس واکسين بايد امتيازي حق ونه لري او په وړيا توګه دې د نړۍ لخوا استعمال شي.

نو ولې دوی دغه پيغام خپور کړ؟ د فرانسې د طبي چارو ستر شرکت سانوفي يو عالي مسئول په دې وروستيو ورځو کې وويل، ځکه چې امريکا د کوويدـ۱۹ ويروس د واکسين د څېړنې لپاره تر ټولو زياته پانګه برابره کړې، نو امريکا کولی شي تر ټولو لومړی واکسين تر لاسه کړي او استعمال کړي. دغه خبر د نړيوالو حيرانتيا رامنځته کړې. د فرانسوي حکومت او نړيوالې ټولنې تر فشار لاندې ياد شرکت اخر وويل چې امريکا يوازې په خپل هېواد کې د جوړ شوي واکسين لپاره امتيازي حق لري، په فرانسه او اروپا کې د جوړ شوي واکسين لپاره امتيازي حق نه لري.

په دې نړۍ کې يوازينی ستر هېواد يو ځل بيا په ناپاکه توګه د واکسين په نړيواله څېړنه کې لاسوهنه وکړه او بې احتياطۍ سره يې د واکسين د تصرف کولو څخه د خپل د نيت له مخې پرده پورته کړې، له دې امله ټول نړيوال ډېر خپه شوي.

د سږکال په مارچ کې، ځينو رسنيو خبر ورکړی و چې د امريکا حکومت غواړي د يو ميليارد ډالرو له لارې په پوره توګه د جرمني د يو بايلوژيکي تخنيکي شرکت د واکسين د څېړنې تخنيکونه واخلي او غواړي چې دغه تخنيکونه يوازې د امريکا لخوا استعمال شي. د دې خبر له خپرېدو وروسته د ټولو نړيوالو لخوا د امريکا غندنه شوې. د جرمني سياسي برخې هم وويل چې د امريکا دغه کړنه نړۍ ته د واشنګټن ناوړه بڼه ښودلې ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای