CRI Online

تبصره: د کوويډ-۱۹ ويروس ضد واکسين د امريکا د څېړنې په باب درې شکونه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-17 15:36:04

اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو حالت د ښه والي په لوري روان دی، خو د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد پر پرمختګ او ټولنې پر ثبات باندې د دغې وبا اغيزې روانې دي. په داسې حال کې د دغه ويروس ضد واکسين څيړنه بيړنۍ دنده ده او ګڼ شمېر هېوادونه په دې کار بوخت دي. خو په تېرو څو ورځو کې د دغه واکسين د څيړنې په برخه کې د امريکا ځينې عملونه شکمن دي.

لومړی، امريکا ډېر پخوا د کوويډ -۱۹ ويروس په اړه معلومات درلودل او که نه؟

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د مې په ۱۵مه نېټه د سپينې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ياد واکسين د څيړنې په باب د امريکا څيړنه د جنورۍ له ۱۱مې نېټې څخه شروع شوې ده او هيله ده چې دغه واکسين د سږ کال تر پايه پورې په کار واچول شي. ټولو ته معلومه ده چې چين د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان ته د دغه ويروس د جين معلومات وړاندې کړي دي. د امريکا د ناروغيو د کنترول مرکز د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په خپل هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدنې لومړۍ پېښه ثبته کړې، خو مخکې تر دې يعنې د جنورۍ په منځنۍ لسيزه کې امريکا د واکسين په څېړلو پيل کړی، نو له دې څخه څرګندېږي چې امريکا ډېر مخکې د دغه ويروس په اړه معلومات درلودل؟ په دغه وخت کې د امريکا عمل شکمن دی.

دوهم، دغه واکسين به د سږ کال تر پايه پورې استفادې وړ شي؟ د امريکا کارپوهان هم په دې باور نه لري.

ډونالډ ټرمپ په ياده خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د وارپ اکشن ( Warp action) په نامه يوه پروژه روانه ده. د دغې پروژې په چوکاټ کې ښايي د طب او درملو شرکتونو، حکومتي ارګانونو او پوځونو تر همکاريو لاندې په راتلونکو اتو مياشتو کې واکسين جوړ کړي او امکان شته چې تر راتلونکې جنورۍ مخکې ۳۰۰ مليونه واکسينونه توليد شي. خو له دې نه وروسته د امريکا طبي کارپوهانو څرګنده کړې چې دا امکان نه شته چې د سږ کال تر پايه پورې به دغه واکسين چمتو شي.

درېيم، د واکسين د څيړنې په برخه کې د امريکا خپل سری عمل به د نړيوالو همکاريو د تزلزل سبب وګرځي.

د بريټانيا د ګارډين ورځپاڼې د مې په ۱۲مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی ( د واکسين د څيړنې په سيالۍ کې امريکا ته د ټرمپ د لومړيتوب ورکولو تګلاره څنګه په نړيوالو همکاريو کې خنډونه اچوي). په دغه مقاله کې ليکل شوي چې امريکا له نړيوالو همکاريو څخه ډډه کوي. که د واکسين د توليد بشپړ سيستم ته زيان ورسېږي، سرعت به يې ورو شي، نو امکان شته چې د دغه ويروس د وقايې عامې او اغيزې لارې چارې عملې نه شي. (غوټۍ)

ساينس پوه چارلي ويټاکير

د امريکا انټرنيټ کاروونکي

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای