په امريکا کې د کوويد-۱۹ د وضعيت په اړه د لا زياتو معلوماتو له خپرېدو سره د حقيقت سپيناوی ورو ورو راوځي او د امريکايي سياستوالو درواغ يو پر بل پسې بربنډيږي.
د امريکا ولسمشر د می په ۱۵مه نېټه په يوه وينا کې وويل، کله چې زياتو کسانو د وضعيت په اړه هيڅ معلومات نه درلودل، موږ د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د (کوويد-۱۹ ويروس ضد) واکسين څېړنې پيل کړې وې. د امريکا د مشر په خبرو کې ياد شوی وخت د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.
د امريکا د ناروغيو کنترول مرکز مشر روبرټ ريدفيلډ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د پارلمان د ګواهي اورېدلو په يوه غونډه کې وويل، نوموړي مرکز د جنورۍ په دوهمه نېټه د چين د ناروغيو له مرکز سره اړيکې نيولې او اړوند بحثونه يې کړي وو. د امريکا د مشر په قول دغه هېواد پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د کوويد-۱۹ ويروس د واکسين څېړنيزې چارې پيل کړې وې، دا څرګندوي چې امريکا وختي د دغه ويروس د جين جوړښتونو په اړه د چين له خوا خپاره شوي معلومات تر لاسه کړي، دغه راز ولې دوی خلکو څخه د دغه ويروس رښتينی وضعيت پټ کړی او حتی پر چين يې د غير رڼو معلوماتو تور لګولی؟ دوی د اړوندو معلوماتو تر تر لاسه کولو ۲ مياشتې وروسته د هېواد بېړني حالت اعلان کړ.
د واکسين د څېړنې د پيل وخت په اساس خلک باور لري چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ ناروغۍ د رامنځته کېدو وخت تر رسمي خپور شوی وخت مخکې دی. د امريکايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې د دغه هېواد به فلوريدا ايالت کې د کوويد-۱۹ ويروس ۱۷۱ پېښې او شکمنې پېښې رامنځته شوې چې تر ټولو وختي پېښې د جنورۍ په لومړۍ نېټه رامنځته شوه او دغه کسان د دغې ناروغۍ د خپرېدو سيمو ته هيڅ سفر نه و کړی.
د لا زياتو واقعي معلوماتو په وړاندې امريکايي سياستوال به نور څرنګه خپلو نندارو ته دوام ورکړي لا نه ده معلومه!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |