د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي د مې په اوولسمه نېټه په په ټولنيزو خبري رسنيو کې د دې خبر پخلی وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په همدې ورځ يوه سياسي هوکړه لاسليک کړه تر څو په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو د نتيجې له اعلانېدو وروسته سياسي بحران حل کړي.
نوموړي وويل د دغه تړون له مخې به عبدالله عبدالله د سولې مصالحې عالي شورا د رئيس دنده پر غاړه واخلي او د ده د ټيم غړي به په کابينه کې شامل وي.
د تړون له لاسليکېدو وروسته اشرف غني د افغانستان د ملي ټلويزيون له لارې په خپله وينا کې د دغه تړون هرکلی څرګند کړ او ويي ويل چې د دغه تړون له لاسليکېدو څخه څرګنديږي چې افغانان د نورو هېوادونو له منځګړيتوب پرته د خپلو کورنيو توپيرونو حلولو توان لری.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |