د ايران د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د امريکا سمندري پوځ له ايران څخه وينزويلا ته د نفتو د ليږدولو په چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې ده. په دې هکله د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس ته د يو پيغام په ليږلو سره وويل چې د امريکا دغه ناقانونه او خطرناکه عمل لوټوالي ده، دغه عمل د نړۍ د سولې او امنيت لپاره يو ګواښ دی.هغه وويل چې امريکا بايد خپل ناروا تسلط ختم کړي او د نړيوال قانون په ځانګړې توګه په نړيوالو سمندري اوبو کې د چلولو د ازادۍ درناوی وکړي.
وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير مرستيال عباس اراقچي په تهران کې د سويس له لوی سفير سره ليدنه وکړه چې په ايران کې د امريکا د ګټو استازيتوب کوي، او د ليدنې په وخت کې يې ورڅخه غوښتنه وکړه چې امريکا ته د ايران اخطار ورسوي. هغه وويل چې د ايران د نفتو پر ليږدوونکو بيړيو هر ډول ګواښ ته به سمدستي ځواب ورکړي شي او امريکا به خپله درنه بيه ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |