CRI Online

طبي مجلې لانست (The Lancet) :په امريکا کې د ناروغۍ د کنټرول او وقايي مرکز د څنډې ته کولو عمل به د عامې روغتيا نړيوالو همکاريو ته زيانونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 11:59:07

د بريتانيا د طبي مجلې لانست کې تازه يوه تبصره خپره شوې او له مخې يې په امريکا کې د ناروغۍ د کنټرول او وقايي مرکز څنډې ته کولو عمل د ساينس او عامې روغتيا په ساحه کې نړيوالو همکاريو ته زيانونه ورسوي. همدارنګه دغه منفي تاثير لکه امريکا د روغتيا نړيوال سازمان ته د پيسو ورکولو بند کړي.

په دغه تبصره کې دې ته اشاره شوې چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ وبا حالت خوشبين نه دی، خو د دغه وبا په وړاندې د روغتيا د کنټرول او وقايي مرکز رول په پر له پسي ډول د حکومت لخوا کمزوری شوی دی.

په دغه تبصره کې زياته شوې چې شک نه شته چې په امريکا کې د ناروغۍ د کنټرول او وقايي مرکز د کوويد-۱۹ وبا په پيل کې تيروتنه درلوده په ځانګړې توګه د ويروس د معاينې په برخه کې. خو د دغې څانګې د څنډې کولو عمل مسئلې نه شی حلولی. د امريکا حکومت غواړي چې د واکسين، نويو درملو له لارې په چټکه توګه دغه وبا ختمه کړي او حتی ويلي يې دي چې دغه ويروس به په خپله له منځه لاړ شي. خو حقيقت دا دی چې بايد د عامې روغتيا اصول مراعات کړي او د ويروس د معاينې، پر ناروغۍ د اخته کسانو د لټولو او قرنطين کولو له لارې دغه وبا ختمولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای