CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د بيجينګ د ساينس او تېکنالوژۍ پوهنتون پاکستاني محصلينو ته ځوابي پيغام واستوه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 12:01:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۷مه نېټه د بېجينګ د ساينس او تېکنالوژۍ په پوهنتون کې پاکستاني محصلينو ته ځوابي پيغام واستوه او په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو د غښتلو ځوانانو د زده کړې هرکلی يې وکړ او دوی يې تشويق کړل چې له چيني ځوانانو سره تګ راتګ زيات کړي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له ځوانانو سره يو ځای د نړيوالو د زړونو د همغږۍ لپاره او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره خدمتونه تر سره کړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې همدارنګه ويلي چې زه په چين کې ستاسو د زده کړې راهيسې د پوهنو زده کولو او د چيني ملګرو پيژندلو په هکله خوښ يم. لکه څرنګه چې تاسو احساس کړی چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې د چين حکومت او پوهنتونونو تل په چين کې د بهرنيو محصلينو ژوند اوروغتيا ته پاملرنه کړې او کوي يې. ژوند تر ټولو لومړی اهميت لری. د چين حکومت او خلک چينايانو او په چين کې بهرنيانو ته يو شان پاملرنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای