CRI Online

چين د لويديځې سيمې د پرمختګ لپاره خپل ګامونه چټکوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 13:28:08

د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون او دولتي شورا څو ورځې دمخه په نوې زمانه کې د لوېديځې سيمې د لوی استخراج د نوي حالت د رامنځته کولو لارښوونکی وړانديز په نوم يو سند خپور کړ. په دغه سند کې په ۲۰۲۰ کال کې د چين په لويديځ کې د شتمنې ټولنې د پوره بشپړېدو او په ۲۰۳۵ کال کې له ختيځې سيمې سره د لويديځې سيمې د پرمختللې سويې د برابرولو په اړه موخو ته د رسېدو لپاره مشخص پلانونه جوړ شوي دي.

په دغه سند کې دې ته اشاره شوي چې د چين په لويديځه سيمه کې د اقتصادي او ټولنيزې چارو پرمختګ ډېرې مهمې او تاريخي لاسته راوړنې موندلې او په ټول هېواد کې د شتمنې ټولنې د پوره بشپړېدو لپاره نسبتاً ټينګ بنسټ ايښی دی. خو په عين وخت کې د هېواد په لويديځه سيمه کې لا هم پرمختيايي نابرابري او ناکافيتوب موجود دی، نو زموږ پر اوږو د بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده لا هم درنه ښکاري.

په دغه سند کې راغلي چې ځايي حکومتونه دې د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره د لويديځې سيمې اقتصادي پرمختګ له نفوس، طبيعي سرچينې او چاپېريال ساتلو سره همغږي وکړي څو لا باکيفيته، موثر، مساوي او دوامدار پرمختګونه ومومي. دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې به د لويديځې سيمې په ايکولوژيکي چاپېريال، د سوداګرۍ او پانګونې په زمينه، د ورخلاصون او نوښت په اسانتياوو کې څرګند ښه والی راشي. تر ۲۰۳۵ کال پورې به په لويديځه سيمه کې د بېلا بېلو چارو سوسياليستي عصري کېدل نسبتاً تر سره شي، عمومي خدمتونه، بنسټيز تاسيسات او د خلکو ژوند يې له ختيځې سيمې سره برابره سويه ولري. مختلف ځايونه دې يو له بل سره د پرمختګ مرستې وکړي، د هېواد ختيځ او لويديځ دې په همغږۍ سره پرمختيايي ګامونه پورته کړي، په قومي او سرحدي سيمو کې دې سمسورتيا او ثبات ټينګ شي او انسانان دې له طبيعت سره په سوله او همغږۍ کې ګډ ژوند وکړي.

په دغه سند کې غوښتنه شوې چې د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونه بايد له بېوزلو سيمو او خلکو سره لا زياتې مرستې وکړي، له بېوزلۍ څخه د دوی د ژغورلو لپاره دې لا زيات کارونه تر سره کړي او د ځينو کسانو د بېرته بېوزله کېدو مخنيوی دې وکړي. د چين حکومت بايد په لويديځه سيمه کې د ځانګړتيا لرونکو صنعتي چارو له پرمختګ، د دولت په کچه نوښتي ډګر د جوړولو او د لويو علمي دستګاوو رامنځته کولو څخه قوي ملاتړ وکړي، د هېواد د ختييځ او لويديځ ترمنځ علمي او نوښتي همکارۍ دې پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د لويديځې سيمې د مثبت ګډون لپاره دې کوښښونه وکړي. په شينجيانګ کې دې د ورېښمو اقتصادي لارې د مرکزي سيمې ابادي چټکه شي څو لويديځې نړۍ ته د ترانسپورټ، سوداګرۍ، کلتور، علم او طبي خدمت مرکز جوړ شي. د چين، مغولستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي دهليز په ابادۍ کې دې د داخلي مغولستان له ګډون څخه ملاتړ وشي. يون نان ولايت دې د لانګ څانګ جيانګ سيند د شاوخوا سيمې په بېلا بېلو همکاريو کې خپله سويه لوړه کړي. په چونګ چينګ، چنګ دو، شي ان، کون مينګ، نان نينګ، اروموچي، لانجو او هوهوټ کې د لويو نړيوالو ښارونو ابادۍ ته دې چټک پرمختګ ورکړی شي.

په دغه سند کې دې ته هم اشاره شوې: موږ بايد پر دغې پرمختيايي مفکورې ټينګار وکړو چې آن پاکې اوبه او شنه غرونه هم شتمنۍ دي. موږ بايد د طبيعي سرچينو د استخراج په ترڅ کې د يانګځه سيند او ژيړ سيند په پاسنۍ برخه کې طبيعي چاپېریال خوندي وساتو، د طبيعي يخچالونو او لوندو ځمکو په شمول ايکولوژيکي سرچينو ته دې په درنه سترګه وګورو. د هېواد په لويديځه سيمه کې دې د خټونو کيفيت اعاده شي او په مهمو صنعتي چارو کې دې د کاربن دوو اکسايدو د اکمې ايستنې پروګرامونه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای