CRI Online

د چين د صنايعو او معلوماتي تېکنالوژۍ وزارت مرستيال چن جاو شيونګ: په چين کې د 5Gبېس سټيشنونو شمېر له دوه لکو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 17:18:12

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د صنايعو او معلوماتي تېکنالوژۍ وزارت مرستيال چن جاو شيونګ د مې په ۱۷مه نېټه وويل چې په چين کې د 5G تېکنالوژۍ د سوداګرۍ کيدو کارونه چټک شوي او د 5G بېس سټيشنونو شمېر له ۲لکو څخه زيات شوی دی.

نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۰ کال د نړيوالو معلوماتو په اړه انلاين نړيواله غونډه کې وويل چې په چين کې د ډيجيټلي کيدو کارونه په لوړ کيفيت پرمختګ مومي، د انټرنيټ له لارې صنعتي چارې او ډيجيټلي اقتصاد چټک پرمختګ موندلی چې د نوښتونو له لارې د پرمختګ عمده انجن ګرځيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای