CRI Online

چين د افغانستان د مشرانو ترمنځ د سياسي هوکړې د لاسليکولو په مناسبت مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2020-05-18 20:05:15

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د افغانستان مشران د هېواد او ملت د ګټو لپاره د مشورو له لارې ګډو نظريو ته رسېدلی او سياسي هوکړه يې لاسليک کړې ده. دا د افغانستان د هېواد او ملت نيکمرغي ده. چين د افغانستان د ګاونډي هېواد او دوست په توګه د دې په مناسبت مبارکي څرګندوي.

د معلوماتو له مخې، د مې په ۱۷مه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره سياسي هوکړه لاسليک کړه چې له مخې به يې عبدالله عبدالله د هېواد د سولې مصالحې عالي شورا د رئيس دنده پر غاړه واخلي او د ده د ټيم غړي به په کابينه کې شامل وي او په دې سره په دغه هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو د نتيجې له اعلانېدو وروسته سياسي بحران حل شو.

وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې هيله ده چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې په دې مناسبت يو بل ګام هم پورته کړي او د هېواد په دننه کې د ملي روغې جوړې ډيالوګ د ژر شروع کېدو، د افغانانو تر لارښوونې او کنترول لاندې د سولې بهير د پياوړتيا، د هېواد د ثبات، سولې، يووالي او پرمختګ لپاره هڅې وکړي. چين به په مداومه توګه د دې لپاره رغنده رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای